شاته

شمالي وزیرستان کې درې نور کسان په هدفي توګه وژل شوي دي

په شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې او میر علي بازار کې د سرو زرو کاروبار کوونکي درې زرګران تر تښتولو وروسته وژل شوي دي.

پولیس دا پېښه تاییدوي او وایي پېښه بیګاه د شپې شوې چې د بنو سره تړاو لرونکي درې د سرو زرو کاروبار کوونکي زرګران نامالومه کسانو دمیر علي بازار نه تښتولي او بیا تر هغې وروسته یې په ډزو سره وژلي دي.

د میرعلي پولیس ټانې چارواکي وایي د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو دهارون خان، رحمت الله او دلبر شاه په نومونو شوې ده چې د بنو اوسیدونکي دي او په میر علي بازار کې یې د زرګرۍ روزګار کولو.

د دوی په خبره پولیسو ته اطلاع شوې چې ماسخوتن نا وخته د میرعلي بازار نه درې زرګران نامالومه کسانو تښتولي او بیا د میر علي بازار سره په څیرمه موساقي سیمې نه مړي په داسې حال کې تر لاسه شوي چې په ګولیو سره ویشتل شوي دي.

پولیس چارواکو زیاته کړه په بنو کې دطبعی معاینې یا پوسټ مارټم وروسته د وژل شوؤ کسانو مړي خپلو خپلوانو ته سپارل شوي مقدمه یې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي.

دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې د ناامنۍ پرضد د شمالي وزیرستان د اتمانزو قامي جرګې احتجاجي پرلت د جولایۍ دمیاشتې نه دوام لري چې پکې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنې کیږي او د حکومت سره یې د سیاسي ګوندونو په منځګړیتوب خبرې پېل کړي دي.

په میرعلي کې د تاجرانو د اتحادیې مشر خالد داوړ وایي پرله پسې ترسره کېدونکو هدفي وژنو د سیمې تجاران د سختې ویرې سره مخ کړي دي.

هغه وویل دضرب عضب عملیاتو وروسته په علاقه کې کاروبار په ټپه ولاړ دی او تجاران یې د مالي مشکلاتو سره مخ کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د وسله پرضد په کال 2014م کې ضرب عضب عملیات کړي چې په پایله کې يې پوځي چارواکو سیمه د وسله والو او د ناامنۍ نه پاکه وبلله.

دضرب عضب عملیاتو نه وروسته خلک په دوام داره توګه په سيمه کې د امن برقرار ساتلو غوښتنه کوي. د دوی په وینا تر ضرب عضب عملیاتو وروسته 530 ځایي کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

په سیمه کې پي ټي ایم فعال عید رحمان وایي د ناامنۍ دې پېښو تر عملیاتو وروسته د علاقې په کاروبار بدې اغیزې کړي او خایي خلک یې دخپلو سیمو په پریښولو مجبور کړي دي.

هغه وویل دوی د امن د پاره بیا بیا احتجاجي مظاهرې کړي خو د امن په غوښتنه په دوی د ترهګرۍ او د غدار مقدمې درج کیږي.

وي او اې ډیوه په دې اړه د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان سره د رابطې هڅه کړې خو هغه وویل په غونډه کې دی بیا ځواب کوي خو تر دې مهال یې ځواب نه دی کړی.

د جولایۍ په میاشت کې د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي يوې خبري غونډې ته ویلي وو سږ کال تر دې دمه 63 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې زیاتره دا پېښې په میرعلي سب ډویژن کې شوي دي.

د علاقې پولیس او د پاکستان پوځ وخت په وخت ویلي حالات په قابو کې دي او هره پېښه د هدفي وژنو نه وي بلکې په سیمه کې زیاتره مهال خلک یو بل په شخصي دښمنیو کې سره ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات د سیند په غاړه جشن سوات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00