شاته

څېړونکي:په ترهګرۍ قابو موندل به د نوي پوځي مشر لپاره ستر چېلنج وي

دپاکستان دپوځ نوي سرلښکر جنرال سيد عاصم منير په يو داسې وخت د پاکستان د پوځ دمشرولۍدنده ترلاسه کړې ده چې لا قانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره د څو مياشتو راهيسې روانه ډزبندي ختمه کړې او خپلو وسله والو ته په ګرد هېواد کې د برېدونو پېل کولو امر کړی دی.

د دفاعي چارو کارپوهه او د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه سره د پوځ نوي مشر جنرال عاصم منير ته د ورپېښو چېلحنجونو په اړه خپله تجزیه کې وايي د ترهګرۍ په بېلابېلو ډلو قابو اؤ پاکستان اؤ افغانستان پولې ته څېرمه سيمو کې په ناامنۍ قابو موندل به د نوي پوځي مشر لپاره سترې ننګونې وي.

ښاغلی طلعت مسعود وایي ددې ترڅنګ پوځ د هېواد په سياست کې د لاس وهنې نه لېرې ساتل او د سختو اقتصادي ستونزو په ترڅ کې د دفاعي بجټ په سمه توګه مصرف کول او یا په دې کې کمې راوستل به هم د جنرال عاصم منير په وړاندې لوي چېلحنجونه وي.

په عین حال کې د پښتون ملت پاله ګوند نېشنل ډېموکرېټک موومنټ د خېبرپښتونخوا څانګې مشرې بشرا ګوهر ډيوه سره خبرو کې د پخواني پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه شپږ کلن دور بد ترين دور ګرځولی دی.

هغه وايي په دغه موده کې که د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د دروغو په مقدمو کې په بند کې ساتل شوی نو ورسره د بشري حقونو دفعالې ګلالۍ اسماعیل مور او پلار هم په مقدمو کې ښکېل ساتلي دي.

داغلې بشرا ګوهر په وېنا د باجوه په پوځي مشرتابه د دستور او بشري حقونو سرغړونې شوي دي. پاکستان د باجوه د تګلارو له امله په نړې کې ځانله یا يوازې شوی او اقتصاد یې زيانمن شوی دی.

جنرال عاصم منير په داسې وخت کې دپاکستان د پوځ نوي سرلښکر دنده سمبال کړې چې هېواد له وړاندې څخه د ترهګرۍ مخ په سېوا کېدونکي ګواښ، سياسي اړي ګړي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات د سیند په غاړه جشن سوات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00