شاته

تاجکستان: «هرات امنیتي غونډه» کې په افغانستان کې "د بهرنیو ترهګرو ډلو پر فعالیت" اندېښنه څرګنده شوې

واشنګټن ـــــ په تاجکستان کې «د هرات امنیت خبرې» په نوم دوه ورځنۍ غونډه نن پیل شوې چې د امریکې په ګډون د ګڼ شمېر ملکونو استازي او افغان سیاستوال هم پکې ګډون لري، خو طالبانو ته پکې بلنه نه ده ورکړل شوې. په دې غونډه کې نن په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو خبرې شوې او د بهرنیو ترهګرو ډله پر فعالیت اندېښنه څرګنده شوې.

د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې دا دوه ورځنۍ غونډه «د افغانستان د سټرېټیجیکو مطالعاتو انسټېټیوټ» له خوا جوړه شوې، چې مقصد یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو خبرې کول دي.

د دې ادارې مشر داود مرادیان طلوع نیوز ته ویلي، ددې غونډې ګډونوال به- چې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل دي- د یوه داسې ټولشموله سیاسي نظام د جوړېدو پر لارو چارو خبرې وکړي چې د سیمې او نړۍ ملاتړ ولري.

«د هرات امنیت خبرې» په نوم دې لسمه ناسته کې دا ځل د افغانستان لپاره د امریکې د سفارتکارې کېرین ډیکر په ګډون د یورپي اتحاد، نړیوالې ټولنې او مدني فعالانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا 200 تنو استازو ګډون کړی دی.

په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکې د سفارت شارژدافیرې کېرین ډیکر نن پر خپل ټویټر ویلي، دا ښه موقع ده چې په افغانستان کې د روان حالت په اړه د دې هېواد او همدارنګه د تاجکستان، د سیمې د هېوادونو او یورپي اتحاد له استازو سره خپل نظر تبادله کړم. هغې لیکلي:

"زه دلته اورېدو ته راغلې یم، خو زه تیاره یم چې د افغانانو او د یوه داسې افغانستان لپاره د امریکې ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړم چې هم پخپله او هم له ګاونډیانو سره په امن کې وي".

د تاجکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فرهاد سلیم د نهې- سه شنبې په ورځ د غونډې د پرانیستنې په خبرو کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو پر شته والي اندېښمن دی.

فرهاد سلیم په خپلو خبرو کې دعوه کړې چې اوسمهال په دې هېواد کې د القاعده، داعش خراسان، جماعت‌ الانصار، تحریکِ طالبان پاکستان او یو شمېر نورې ترهګرې ډلې فعالې دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغانستان کورنی امن او ارامي هم ډېره مهمه بللې او د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه یې کړې ده.

د تاجکستان په دې غونډه کې افغانې سیاستوالې فوزیې کوفي، د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانيو وزیرانو رنګین دادپر سپنتا او زلمي رسول او د افغان استخباراتي ادارې ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم ګډون کړی دی.

رنګین دادپر سپنتا نن دې غونډې ته په وینا کې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ډېر په «غیرذمه دارانه توګه ووتل» او وایي د دوحې تړون د کابل د سقوط سبب شو.

ښاغلي سپنتا د طالبانو پر حکومت او له افغانانو سره د دوی پر چلند هم کلکې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې په اوس وخت کې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې د ترهګرو ځالې قصداً افغانستان ته راوړل شوې دي.

طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شته والي او فعالیت زیاتېدو دعوو ته تازه څه جواب نه دی ویلی خو مخکې یې دا ډول دعوې رد کړې دي او وایي هیڅ بهرنۍ ترهګرې ډلې ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد خلاف استعمال کړي.

د طالبانو د حکومت استازو په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی. د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي طلوع نیوز ته ویلي، هره غونډه چې د افغانانو په ګټه وي او د افغانستان له مسایلو سره سمه همکاري وکړي یو ښه ګام دی.

د پاکستان د پارلمان غړي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ ته هم د تاجکستان په روانه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه خو هغه پر اسلام اباد هوایي ډګر دوشنبې له تلو را ګرځول شوی وو.

د پاکستان د بشري حقونو تنظیم په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او وایي د پارلمان د یوه منتخب غړي پر ازادانه سفرونو باید بندیزونه ونه لګول شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات د سیند په غاړه جشن سوات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00