شاته

رپورټ: ایراني جنرل منلي چې د هېواد په احتجاجونو کې د 300 نه زیات کسان وژل شوي دي

د ایران لوړ رتبه پوځي چارواکي منلي چې په ملک کې د احتجاجونو په مهال د 300 نه زیات کسان وژل شوي دي او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي دا لومړی ځل دی چې په ایران کې د تېرو دوو میاشتو نه زیات وخت راهسې کېدونکو مظاهرو کې په سرکاري کچه خلکو د مېړينې شمېره ښودل شوي ده.

ای پي وايي په ایران کې د احتجاجونو په مهال د وژل شویو کسانو دغه شمېره د هغه تعداد نه کمه ده چې په امریکا کې مېشته هیومن رایټس اېکټېوېسټس اېن ایران نومې تنظیم په ایران کې د احتجاجونو د شروع کېدو نه پس رپورټ کړې ده.

په ایران کې احتجاجونه د سېټمبر په 16 نېټه د اخلاقي پولیس په ولکه کې د مېرمن مهساامیني د مرګ نه پس شروع شوي دي. هغه پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب یې سم نه و اغوستی. د هغې کورنۍ ويلي د امیني په بدن د تشدد نخښې وې. حکومتي چارواکوي ویلي امیني د تشدد نه نه ده مړه شوې او دا چې د هغې د مرګ په اړه تحقیقات شروع کړی شوي دي.

د انساني حقونو فعالان وايي د 22 کلنې امیني د مرګ په سر راپارېدلو احتجاجونو کې 451 مظاهره چیان او 60 امنیتي عسکر وژل شوي او د 18000 نه زیات کسان ګرفتار کړی شوي دي.

ای پي وايي د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو سره تړلې وېب پاڼې د پاسداران انقلاب ځواکونو د خلايي تحقیق د څانګې مشر جنرل امیر علي حاجيزادی له قوله ویلي چې په احتجاجونو کې د 300 نه زیات کسان وژل شوي دي چې "شهیدان" هم پکې شامل دي. د شهیدانو نه د هغه مطلب د امنیتي ادارو عسکر یا کارکونکي و. هغه دا هم وویل چې زیاتره وژل شوي کسان عام خلک وو چې په مظاهرو کې نه وو ککړ.

د ای پي ترمخه جنرل حاجیزادی دا نه دي ویلي چې په احتجاجونو کې د وژل شویو کسانو د شمېرې اندازه هغه د کومو معلوماتو په بنیاد کړې ده.

د رپورټ ترمخه د مظاهرو خبرونه ورکولو په لړ کې د ایران حکومت په مطبوعاتو بندیزونه لګولي دي او د ایران سرکاري مطبوعاتو په احتجاجونو کې د وژل شویو کسانو مجموعي شمېرې نه دي څرګندې کړي او زیاته توجه په امنیتي ځواکونو حملو ته ورکوي چې سرکاري مامورین يې الزام په خفیه وسله والو او بېلتون خوښوو ډلو پورې کوي.

ای پي وویل حاجیزادی بغیر د څه ثبوت نه د ایران دا دعوه تکرار کړه چې سعودي عرب او مغربي ملکونه په ایران کې احتجاجونو ته لمن وهي.

په ایران کې د حتجاجونو ګډون وال د حکومت او د ملک د مذهبي مشرانو په ضد او د ازادۍ په حق کې نعرې پورته کوي. ای پي د ایران احتجاجونه په قطر کې د فټ بال ورلډ کپ ته هم غځېدلي دي او ایراني فعالان د خپل ملک د ټیم مخالفت کوي ځکه چې ګڼي لوبډله د ایراني حکومت سره تړلې ده.

بلخوا په فرانس کې مېشته د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي خورزې فریده مرادخاني په یو وډیو پېغام کې د نړیوالې ټولنې نه غوښتلي چې په ایران کې د احتجاج کونکو حمایت دې وکړي.

په ایران کې د احتجاجونو دریمه میاشت ده. د متحده قومونو د انساني حقونو شورا یا یو اېن هیومن رایټس کاونسل په ایران کې د حقایقو معلومولو دپاره د ووټونو دلارې یوه ډله د جوړولو فېصله کړې ده.

د ایران د خارجه وزارت ترجمان ناصر کناني وویل ایران به د دغه "سیاسي کمېټۍ" سره هېڅ ډول کومک نه کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات د سیند په غاړه جشن سوات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00