شاته

پاکستاني پلاوي کابل ته رسېدو سره د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو د نایب وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی نن سې شنبه کابل ته ورسېد.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لېندۍ اتمه) رسنیو ته لېږلې اعلامیه کې ویلي چې د حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي کابل ته له رسېدو سره سم د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي دي.

د بیان له مخې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې د افغان بندیانو د ازادولو، د یو او بل هیواد ته د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د پرمختګ او چټکتیا غوښتنه وکړه.

د یادې اعلامیې له مخې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې حکومت یې د تاپي، ټاپ، اورګاډي د پټلۍ او نورو لویو پروژو پیلولو ته چمتوالی لري.

د بیان له مخې پاکستاني پلاوي ژمنه کړې چې د افغان کډوالو د ستونزو هواري او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ پر مهال د مسافرو په وړاندې د پرتو ستونزو د هواري په اړه اقدام وکړي.

په دغه اعلامیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني کهر له قوله ویل شوي: "دا چي افغانستان او پاکستان دوه مسلمان همسایه هیوادونه دي او کلتوري مشترکات هم سره لري نو د دواړو هیوادونو حکومتونه باید یو بل سره همکاري وکړي او دوه اړخیزې عامه ګټې خوندي وساتي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي دي.

ټاکل شوی دغه پاکستانی پلاوی کابل ته د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې له یو شمېر نورو طالب چارواکو سره هم وګوري.

د پاکستان د بهرنیو وزارت تیره ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي و چې یاد پلاوی به له طالب مشرانو سره د «تعلیم، سوداګرۍ، پانګونې، سیمه ایز اتصال او د خلکو له خلکو سره د تماس په مسایلو سربېره د سیمې د امنیت په اړوندو مسایلو باندې بحث» وکړي.

اعلامیه همدغه راز وايي چې د پاکستان د دولت وزیره به په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان د دوامداره هڅو په ژمنې بیا ټېنګار وکړي.

ویل کیږي چې په دغه پاکستاني پلاوي کې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په ګډون د دغه هیواد د مالیې او د نورو وزارتو لوړ پوړې چارواکي هم شامل دي.

د پاکستاني سرچینو د معلوماتو پر اساس د نورو دوو اړخیزو مسلو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ مسله هم د میرمن کهر د سفر په اجندا کې شامله ده.

یاد پاکستانی پلاوی پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې له دغه هیواد سره د سپین بولدک ــ چمن دروازې او ډنډي پټان کې د طالب او پاکستاني سرتیرو ترمنځ د جګړې راپورونه ورکړل شوي و.

د یادو نښتو له امله د سپین بولدک ـ چمن او ډنډي پټان لارې د څو ورځو لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوي وې چې بیرته پرانیستل شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې تر دې مخکې امریکا غږ ته ویلي و چې ددغه لارو بندېدو له امله د دواړو لورو سوداګرو ته په میلیونونو ډالرو زیان رسېدلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې پاکستان باید سیاسي مسائل له سوداګریزو مسائلو څخه جدا کړي.