شاته

ایراني جنرال ومنله چې روانو مظاهرو کې تر۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي  

د ایران د پوځ یو جنرال ومنله چې په دغه هېواد کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې په بې ثباتیو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې په ایران کې د مظاهرو له پيل راهېسې یو ایراني مقام د وژل شویو کسانو په اړه داسې رسمي ارقام خپروي.

د ایران سپاه پاسدارن ته نژدې یوې ویبپاڼې تېره ورځ نومبر ۲۸ (لړم اوومه) د دغه هېواد د هوايي/فضا‌ ځواکونو د مشر جنرال امیر علي حاجي زاده له خولې لیکلي دي چې د «شهیدانو په ګډون څه باندې۳۰۰ تنه وژل» شوي دي. له «شهیدانو څخه» د هغه هدف د ایران امنیتي ځواکونه دي چې په مظاهرو کې په اخ او ډب کې وژل شوي.

د نوموړي له خولې همدغه راز لیکل شوي دي چې اکثریت وژل شوي کسان عام خلک وو چې په مظاهرو کې یې ګډون نه درلود. نوموړي‌ دا معلومات ورنکړل چې دا ارقام یې له کوم ځای څخه ترلاسه کړي‌ دي.

خو د ایران د بشري‌ حقونو فعالان، چې دا مظاهرې څارې او په اړه یې معلومات ټولوي، وايي چې د مظاهرو له پيل راهېسې تر دې دمه ۴۵۱ ولسي کسان (چې ۶۴ کسان یې تر ۱۸ کالونو کم عمر لري) او ۶۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي‌ دي.

همدغه راز د هرانا خبري اژانس وايي چې څه باندې ۱۸۱۸۰ کسان نیول شوي چې یوازې د ۳۳۷۷ کسانو هویت مشخص شوی دی. د ایران په ۱۵۷ ښارونو او ۱۴۳ پوهنتونونو کې مظاهرې شوي دي او په نیول شویو کسانو کې ۵۷۴ یې محصلین دي.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس ایراني مقاماتو په رسنیو باندې کلک بندیزونه لګولي او اجازه نه ورکوي چې ددغو مظاهرو په اړه راپورونه خپاره کړي. د ایران دولتي رسنۍ هم د قربانیانو دقیق ارقام نه خپروي او یوازې په امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو په اړه راپورونه خپروي چې د ایران حکومت یې د اورپکو او بیلتون غوښتونکو کار بولي.

دغه ایراني جنرال د ایران د نورو مقاماتو دا خبره تکرار کړه چې ګنې لویدیځ هېوادونه او سعودي عربستان دا مظاهره کوونکي پاروي، خو دوی د خپلې دغې ادعا د اثبات لپاره شواهد نه وړاندې کوي.

مګر د ایران مظاهره کوونکي وايي چې د اوسني رژیم څخه په تنګ راغلي او «د ښځې، ژوند او ازادۍ» لپاره مبارزه او مظاهره کوي. په ایران کې دا مظاهرې د سپتمبر په میاشت کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني‌ په نامه د یوې نجلۍ له مړینې وروسته پیل شوې. ایراني پولیسو دا نجلۍ په دې خاطر نیولې وه چې سر یې لوڅ و.

د ایران سربېره، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لسګونه زره خلکو د ایران د ښځو په ملاتړ مظاهرې وکړې. د بشري حقونو سازمانونو له مظاهره چیانو سره د ایراني ځواکونو چال چلند غندلی دی او امریکا له دې کبله په ځینو ایراني مقاماتو بندیزونه هم لګولي دي.