شاته

قطر: د فوټبال نړیوال جام په تیاریو کې شاوخوا ۵۰۰ کارګر مړه شوي

د فوټبال نړیوال جام د کوربتوب د چارو یوه لوړپوړي قطري چارواکي په لومړي ځل منلې ده چې د لوبو د تیاري په کار کې "له ۴۰۰ تر ۵۰۰" کارګران مړه شوي دي.

د قطر "د تحویل او میراث عالي کمیټې" مشر حسن التوحیدي له بریتانوي خبریال پیرس مورګن سره په مرکه کې همدارنګه ویلي چې په دغه هېواد کې د کارګرانو د مړینې په اړه به د بشري حقونو د ملاتړ ډلو نیوکو ته جدي کتنه کوي.

دغې کمیټې او د قطر حکومت د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) په دې اړه د اسوشیټد پرس اژانس د توضیحاتو غوښتنې ته سمدستي ځواب ندی ویلی.

په دغه مرکه کې، چې ځینې برخې یې ښاغلي مورګن په انټرنیټ کې خپرې کړي، له التوحیدي څخه پوښتنه شوې چې "د نړیوال جام دپاره د تیاري په کار کې د مړو شویو کډوالو کارګرانو ریښتینی او واقعي شمېر څومره دی؟"

هغه په ځواب کې وویل: "دا شمېر د ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ اټکل کیږي. زما سره دقیقې شمېرې نشته. همدا شمېرې هغه څه دي چې په بحثونو کې یادې شوي دي."

خو قطري چارواکو له دې وړاندې په علني ډول په دومره شمېر د کارګرانو مړینه نده منلې. د قطر "د تحویل او میراث عالي کمیټې" د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ په راپورونو کې د فوټبال نړیوال جام د لوبغالو د جوړولو په کار کې د مړو شویو کارګرانو شمېر ۴۰ ښودلی وو. په دغو راپورونو کې ویل شوي چې یوازې ۳ کارګران په کار کې مړه شوي او د ۳۷ نورو کارګرانو مړینه د زړه درېدو له امله وه او له کار سره یې تړاو نه درلود.

التوحیدي په دې مرکه کې یادونه وکړه چې د ۴۰ کارګرانو مړینه یوازې د لوبغالو جوړولو له کار سره تړاو لري او د جام د تیاري دپاره په ټولو بنسټیزو کارونو کې یې د مړو شویو کارګرانو شمېر "له ۴۰۰ تر ۵۰۰" وښود.

د اسوشیتد پرس د راپور له مخې، قطر په ۲۰۱۰ کال کې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له خوا د ۲۰۲۲ کال د جام لوبو د کوربتوب له ګټلو وروسته، په دغه هېواد کې له کارګرانو سره په چلند کې ځینې اصلاحات عملي کړي دي. په دې کې د "کفالت سیستم" لغوه کول شامل دي. ددغه سیستم له مخې، هر کارګر باید د یوه کفیل لاندې کار وکړي او کفیل کولای شي کارګر په خپل کنترول کې وساتي او له قطر څخه د وتلو مخنیوی یې وکړي.

قطر همدرانګه کارګرانو ته حداقل ۱۰۰۰ قطري ریاله (۲۷۵ ډالر) میاشتنی معاش ټاکلی دی او هغو کارګرانو ته د دولت له لوري د خوړو او سرپناه لګښت ورکول کیږي چې مستخدمین یې نه ورکوي. حکومت همدارنګه د کارګرانو د مړینې د مخنیوي دپاره په کار کې احتیاطي تدابیر زیات کړي دي.

التوحیدي وویل: "ساده او واضح ده چې د یوه کارګر مړینه هم ډېره زیاته ده."

د بشري حقونو ملاتړو د مستخدمینو لخوا د کارګرانو سره د زور زیاتي د مخنیوي او د هغوی د معاشونو پر وخت ورکولو په اړه پر دوحې د نورو اقداماتو غږ کړی.

د التوحیدي څرګندونو په زیاتره عربي هېوادنو کې د کارګرانو د تلفاتو په هکله ددغو هېوادونو د چارواکو د ریښتینولی په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي. د خلیج عربي هېوادونو د دنګو ودانیو په جوړولو کې زیاتره د هند، پاکستان سریلانکا او نورو آسیایي هېوادونو کاګران کار کوي.

د ایکوېډم څیړنیز بنسټ مشر مصطفی قادري چې د کډوالو کارګرانو د مړینې په اړه یې راپورونه خپاره کړي دي، وايي د التوحیدي وروستیو څرګندونو حیران کړی دی.

ښاغلي قادري اسوشیتد پرس ته وویل: "دا چې هغه اوس راځي او دا مني چې د مړو شمېر په سلګونو دی، خورا د حیرانتیا خبره ده."