شاته

امریکا په فنلنډ د ۳۲۳ ملیون ډالرو په ارزښت د توغندیو پلورل منظور کړل

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت دوشنبه نومبر ۲۸ (لیندۍ۷) اعلان وکړ چې په فنلنډ د دوو ډولو توغندیو پلور یې منظور کړی چې ټول ارزښت یې ۳۲۳ ملیون ډالر کیږي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې (AIM 9X Block II) تاکتیکي توغندیو او (AGM-154s) وسلو له کبله به د فنلنډ د وسلو وړتیا لوړه شي.

په اعلامیې کې راغلي، " د وړاندیز شوي پلور سره به د فنلنډ هوا څخه هوا او هوا څخه ځمکې ته د واریدونکو وسلو وړتیا غوره شي او د ختیځې اروپا د هیوادونو سره به د متحده ایالاتو په اړیکو مثبته اغیزه ولري".

ویل کیږي چې پدې معاملې کې به فنلنډ د متحده ایالاتو څخه ۴۰ AIM 9Xs او ۴۸ AGM-154s توغندي وپیري او په اوکراین د روسیې د یرغل کولو څخه نهه نهه میاشتې وروسته کیږي.

د همدې یرغل له کبله فنلنډ او سویډن دواړو په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړله چې متحده ایالاتو یې هم ملاتړ وکړ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په فنلنډ د دې وسلو پلور منظور کړی او د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې هم د تیرې چارشنبې په ورځ کانګرس ته پدې هکله خبر ورکړی.

د متحده ایالاتو د کانګرس غړیو تر اوسه دا معامله نده لاسلیک کړي او احتمال شته چې هغوي به دا کار وکړي.


پنټاګان ویلي چې د وسلو دا پلور د متحده ایالاتو د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ سره مرسته کوي او د باور وړ همکارانو لپاره امنیتي چارې برابروي. وزارت همدرانګه ویلي چې دا وسلې په اروپا کې د سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره مهمې دي.

فنلنډ او سویډن وروسته له هغه په ناټو سازمان کې د غړیتوب وړاندیز وکړ چې مسکو د فبروري په ۲۴ نیټه په خپل ګاونډي هیواد اوکراین نظامي برید وکړ.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن اګست نهمه د شمالي اتلانتیک په تړون یا ناټو کې د فنلنډ او سویډن غوښتنه تصویب کړه او په دې ډول یاد اروپايي هیوادونه د ناټو غړیتوب ته یو بل ګام هم نږدې شول.
د ناټو د ۳۰ غړو هیوادونو له ډلې څخه متحده ایالات ۲۳ هیواد دی چې په رسمي ډول په یاد تړون کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب ملاتړ کوي.

ددې لپاره چې یو هیواد د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي، د رایو اکثریت ته اړتیا ده او یاد نظامي تړون ټول غړي باید د نویو غړو له یوځای کیدو سره موافقه وکړي او له دې پرته نوې غړي نه منل کیږي.

بایډن چې د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د کاري دورې وروسته د امریکا د دودیزو تړونونو بیا راژوندي کول د خپل حکومت د کار اساس بللی، د ناټو سازمان څخه یې د "امریکا د امنیت د بنسټ" په توګه ستاینه وکړه.

د شمالي اتلانتیک تړون د جولای په پنځمه پدې تړون کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب بهیر په رسمي ډول پیل کړ تر څو پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په غبرګون کې د ناټو د غړو هیوادونو شمیر له ۳۰ څخه ۳۲ ته لوړ کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ددغو هیوادونو د غړیتوب د تصدیق کولو د بهیر له پیل څخه وروسته وویل چې دا د سویډن، فنلنډ او د د اروپا-اتلانتیک د امنیت لپاره یوه "تاریخي ورځ " ده.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاوستو، وویل: "د سویډن او فنلنډ غړیتوب به نه یواځې زمونږ امنیت بلکې په کلي توګه ددې تړون د متحدینو د امنیت سره مرسته وکړي."

دغه دوه هیوادونه سره له دې چې د ناټو د ځواکونو سره یې ګډ تمرینونه کړي، د اوږدې مودې لپاره یې خپل غیرمنسلک والی ساتلی و، خو پر اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته یې د مۍ په میاشت کې د ناټو سره د یوځای کیدو لپاره خپل تصمیم اعلان کړ.