شاته

د فوټبال لوبغاړو ته د ایران خبرداری: که سمه رویه مو ونکړه، کورنۍ مو شکنجه کوو

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې ایران سه شنبه نومبر ۲۹ (لیندۍ۸) پداسې حال کې د متحده ایالاتو سره مخامخ کیږي چې ایراني چارواکو لوبغاړو ته خبرداری ورکړی که سمه رویه یې ونکړه، کورنۍ به یې بندي او شکنجه شي.

د امریکا د سي ان ان تلویزیون په یو راپور کې په قطر کې د فوټبال د لوبو د یوې امنیتي سرچینې په حواله لیکلي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب غړیو د نومبر د ۲۱ مې لوبې څخه وروسته چې د انګلستان سره وه او ایراني لوبغاړي د ملي سرود ویلو پر وخت غلي و، د لوبغاړو سره کتلي دي.

دې سرچینې سي ان ان ته ویلي چې لوبغاړو ته ګواښ شوی که ملي سرود ونه وایي او یا د تهران د رژیم په خلاف په کومې سیاسي مظاهرې کې برخه واخلي، کورنۍ به یې د "تشدد او شکجنې" سره مخ شي.

ایراني لوبغاړو په دویمې لوبې کې چې د ویلز سره یې درلوده، ملي سرود ووایه او لوبه یې هم ۲-۰ وګټله.

دې امنیتي سرچینې چې په قطر کې د نړیوال جام د لوبو پر وخت د ایران د امنیتي ادارو فعالیتونه د نږدې څاري ویلي چې د سپاه پاسداران انقلاب لسګونه افسران ګمارل شوي چې ایراني لوبغاړي وڅاري. دا لوبغاړي بهر ته د تللو او یا بهرنیانو سره د ملاقات کولو څخه منع شویدي.

سرچینې ویلي، "ډیر شمیر د ایران د امنیتي ادارو افسران قطر ته راغلي چې معلومات راټول کړي او لوبغاړي وڅاري".

د سرچینې له مخې د ایراني لوبغاړو سره د انګلستان سره د لوبې څخه وړاندې د موټرو او نورو انعامونو ژمنه شوې وه خو کله چې لوبغاړو ملي سرود ونه وایه او ایران دا لوبه هم وبایلله، لوبغاړو او د لوبغاړو کورنیو ته ګواښونه وشول.

د سي ان ان په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې د ایران رژیم د ویلز سره د لوبې لپاره سلګونه ګوډاګي تماشه چیان لوبغالي ته استولي و چې خلکو ته وښیي د ایران لوبډله مینه وال لري.

دې سرچینې ویلي چې د امریکا سره د لوبې لپاره چې سه شنبه کیږي، د ایران رژیم پلان لري، زرګونه ګوډاګي تماشه چیان لوبغالي ته واستوي.