شاته

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره د 'هرات امنیتي خبرو' کې د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللې

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وايي، د «هرات امنیتي خبرو کې» د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللې ده.

اغلې ډیکر د سې شنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لېندۍ ۸مه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د هرات امنیتي خبرې د افغانستان د وضعیت په اړه د د افغانستان، تاجیکستان، د سیمې هیوادونو او اروپايي ټولنې د استازو ترمنځ د نظرونو د تبادلې بهترین فرصت دی.

هغې لیکلي: "زه دلته د اورېدو لپاره راغلې یم.خو چمتو یم چې له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې د افغانانو او افغانستان د ملاتړ په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو او خپل قاطع ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړم."

د هرات لسمه امنیتي ناسته، د «ټول شموله سیاسي نظام:بڼې او لارې نخشې» په نوم نن سې شنبه د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې پيل شوه.

دغه ناسته د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت لخوا تر سره کیږي، یاد انستیتوت وايي چې دغه ناستې ته د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې او د ۲۰ نړیوالو هیوادونو د سفیرانو او استازو په ګډون ۱۲۰ مېلمانه دعوت شوي دي.

د دغه انستیتوت په اعلامیه کې راغلي چې د هرات د لسمې امنیتي ناستې تر سره کېدو هدف د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کول او د دغه هیواد بحران ته د نړیوالې ټولنې د توجه جلبول دي.

د هرات د امنیتي خبرو اتو لومړی کنفرانس د ۲۰۲۱۲ کال په اکتوبر میاشت کې په هرات ولایت کې تر سره شوی و چې هدف په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو په اړه د نظرونو تبادله او حل لارې شریکولو و.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت ویلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه د «هرات امنیتي کنفرانس» به د دوو ورځو لپاره د لېندۍ اتمه او نهمه) د تاجیکستان مرکز دوشنبې کې روان وي.