شاته

 په جنوبي وزیرستان کې په پاکستاني پوځيانو حمله کې دوه عسکر زخمیان شوي، داعش برید منلی  

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې لکي مروت پوليس وايي، دوسله والو پرضد عملیات سر ته رسول شوي دي او د ناامنۍ اندېښنو له امله په ضلع کې د پولیو ضد څاڅکو ورکولو کمپاین ځنډول شوی.

بل لور ته په بره جنوبي وزیرستان کې په امنیتي عسکرو شوي برید کې دوه عسکر ژوبل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان يې زمه واري منلې ده.

د لکي مروت پولیس ویاند شاهد حمید وایي د جمعې په ورځ د لکي مروت ګمبیلا ټاڼې په حدود پشانو ونډه سیمه کې د ترهګرو د موجودګۍ په اساس پېل کړی شوي ځمکني او هوایي عملیات سر ته رسیدلي.

هغه وویل دا عملیات پوځ کړي او د تاوان په اړه نور مالومات نه لري چې کومې مرګ ژوبلې یا ګرفتارۍ پکې شوې که نه.

د پاکستان پوځ تر دې مهاله په خپله د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي خو د عملیاتو په پېل کې امنیتي سرچینو د وسله والو په ډزو کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل کېدو او د یو افسر په ګډون د دوو عسکرو د ژوبل کېدو ویلي وو.

په 25 نومبر په لکي مروت کې د وسله والو سره په نښته کې پوځي عسکر وژل شوي او د هغې وروسته دغه عملیات پېل کړی شوي وو.

د امنيتي سرچينو ترمخه په عملیاتو کې د جنګي هیلي کاپټرو د لارې د وسله والو ځالې په نخښه کړل شوي دي.

بل لور ته د لکي مروت انتظامیې ويلي، د امنیتي اندیښنو له امله د پولیوضد څاڅکو ورکولو پینځه ورځنۍ کمپاین ځنډول شوی دی.

د لکي مروت ضلعې مشر مرستیال کمشنر فضل اکبر له دفتره په جاري شوي بيان کې ویل شوي پولیو کمپاین په ضلع کې د سیکيورټي اندېښنو له امله تر نامالومه نېټې ځنډول شوی دی.

په لکي مروت ضلع کې د صحت نړیوالې ادارې یو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وویل دوی ته نن سحر د انتظامیې لخوا لارښونه شوې چې ماشومانو ته دې پولیو پرضد د څاڅکو ورکولو کمپاین ودرول شي.

هغه وویل د دوی کار ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ پرضد څاڅکي ورکول دي او د علاقې امنیت او د پولیو ټیمونو ساتنه د ځایي حکومت زمه واري ده او چې هغه کله بیا لارښونه وکړي دوی به يې عملي کوي.

د هغه په خبره د لکي مروت 193252 ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ پرضد څاڅکي ورکونکي وو خو زیاته يې کړه که چرته نوي ماشومان وي هغو دې په نزدې د صحت روغتیاو مرکزونو کې د پولیو پرضد څاڅکي ورکړی شي چې هغه د ټول عمر معزورۍ نه بچ شي.

لکي مروت د جنوبي او شمالي وزیرستان تر څنګ د صوبې هغه ضلع ده چې سږ کال پکې د پولیو پېښې رپورټ شوي دي.

وي او اې ډیوه په دې اړه د ضلعې د انتظامیې مشر مرستیال کمشنر فضل اکبر سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړو.

بل لور ته چارواکي وایي د بره جنوبي وزیرستان مکین سیمه کې په امنیتي سرتیرو ډزې شوې چې پکې د پاکستان د پوځ دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.

دغه پېښې په داسې حال کې شوي چې پرون ورسره په څېرمه ټانک ضلع کې د ترهګرۍ پرضد او امن د پاره لویه احتجاجي مظاهره شوې او مظاهرې پرمهال وینا کونوکو وویل دا خاوره نورد جنګونو زغم نه لري.

احتجاجي غونډه کې په سلګونو شمېره خلک راغونډ شوي وو چې د ترهګرۍ د پېښو غندنه یې کوله احتجاجي مظاهرې ته په وينا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ویلي د یوې منصوبې سره د دوی خاوره ناامنۍ ته سپارل شوې او په دې ناامنۍ کاروبار روان دی.

هغه وویل په شریکه دې د ناامنۍ او د ناامنۍ پرضد پالیسو په وړاندې ودرېدل پکار دي چې مخه یې ونیول شي.

د پاکستان پوځ د وړاندې نه دریځ لري چې امن راوستو د پاره یې یو شمېر قربانۍ ورکړي دي او دا قرباني او لاس ته راوړنې به بيرته د لاسه نه ورکوي.

دوه اوونۍ وړاندې په لکي مروت سیمه کې د شپږو عسکرو په وژنه د ملک وزیر اعظم شهباز شریف ویلي وو ترهګري اوس هم د پاکستان يوه مهمه مسله ده، زمونږ وسله والو ځواکونو او پوليس د دې په زړورتیا سره مقابله کړې ده".

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات د سیند په غاړه جشن سوات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00