
د طالبانو حکومت د کابل ښار څخه څه باندې ۱۸ زره سوالګر ټول کړي
د باختر خبري اژانس وایي د طالبانو حکومت د کابل د ښار څخه ۱۸ زره ۲۷۵ سوالګر ټول کړي.
په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني تر مشرۍ لاندې د "ګدایانو د راټولولو کمیټې" د فعالیت د پيل راهیسې د لیندۍ تر میاشتې پورې دا کسان راټول او ارزیابي کړیدي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د روان لمریز کال د زمري په میاشت کې د حکومت اقتصادي مرستیال ته امر کړی و چې د کابل د ښار څخه دې سوالګر ټول او د هغوي د ستونزو چاره دې وشي.
د طالبانو د حکومت په اعلامیې کې راغلي چې پدې ټولو شویو سوالګرو کې ۱۰ زره ۷۱۸ یې میرمنې دي. په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې پدې جملې کې ۴ زره ۲۵۲ یې هغوي وې چې په ریښتیني توګه یې سوال کولو ته اړتیا درلوده خو ۶ زره ۴۴۶ یې حرفوي سوالګرې وې.
اعلامیه زیاتوي چې په راټول شویو سوالګرو کې یو زر ۶۷۳ یې سړي و چې د طالبانو لخوا تر ارزیابۍ وروسته معلومه شوه یواځې ۶۹۸ یې مستحق او یو زر ۷۵ یې حرفوي سوالګر و.
د دې تر څنګ پنځه زره ۸۸۴ ماشومان هم پدې سوالګرو کې شامل دي. طالبانو ویلي چې پدې ماشومانو ۲ زره ۴۰۴ یې مستحق او پاتې ۳ زره ۴۲۰ یې حرفوي سوالګر و. پدې ماشومانو ۶۰ یې داسې هم دي چې سرپرست نلري.
طالبانو ویلي چې د دې کسانو د ګوتو د نښو اخیستو وروسته به د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روزنې مرکزونو ته واستول شي.
د افغان سرې میاشتې ټولنې څه موده وړاندې ویلي و چې په کابل کې یې په سوالګرو د مرستو د ویش پروګرام پیل کړی. د ادارې ویلي و چې د پروګرام له مخې هرې کورنۍ ته به په میاشت کې ۲ زره افغانۍ ورکړل شي.
د طالبانو د راتګ څخه وروسته په افغانستان کې خلک د ګڼ شمیر اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره (اوچا) تیره ورځ په یو راپور کې وویل چې په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو او هوا سړېدو سره د دغه هیواد لږ تر لږه ۲۴.۴ میلیون کسان په ناهیلې کوونکي وضعیت کې ژوند کوي.
دغه ادارې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اوس مهال د دغه هیواد په ځینو برخو کې واوره شوې او زیات شمېر کورنۍ د خپلو اړتیاو لپاره کافي امکانات نلري.
اوچا زیاته کړې: "۲۴.۴ میلیون کسان په ناهیلي کوونکو شرایطو کې ژوند کوي.د توکو د بیو لوړېدو سره، هغوی د اوج نقطې ته رسېدلي دي بېړنیو مرستو لکه، ګرم کالي، سرپناه او نغدو پیسو ته اړتیا لري."
پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یا (UNHCR) ویلي چې د ژمي د فصل له رانژدې کېدو سره یې د افغانستان لیري پرتو سیمو ته د مرستو رسولو لړۍ چټکه کړې ده.
د ملګرو ملتونو دغه ادارې زیاته کړې چې د راتلوونکي ژمي په جریان کې په ټول هیواد کې له شاوخوا ۴۰۰زره کسانو سره نغدي مرستې کوي.