شاته

د متحده قومونو چارواکي په ایران غږ کړی چې په احتجاج کونکو دې زور زیاتی نه کوي

د انساني حقونو دپاره د متحده قومونو د ادارې مشر ولکر ټرک په ایراني چارواکو غږ کړی چې د احتجاج کونکو خلاف دې د طاقت غیرضروري او بې ځایه استعمال نه کوي.

د یو اېن هیومن رایټس کاونسل غونډې ته په جنیوا کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ تقریر کې ټرک وویل چې دا مهال ایران د انساني حقونو په بحران کې ښکیل دی.

ټرک د هغو تحقیقاتو ملاتړ وکړو چې د احتجاج کونکو په ضد د ایران د اقداماتو په اړه شروع شوي دي.

په ایران کې د حکومت خلاف احتجاجونه دوه میاشتې مخکې د پولیس په ولکه کې د 22 کلنې مهسا امیني د مرګ په سر شروع شوي دي. امیني د ایران اخلاقي پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې سم نه و اغوستی. د هغې کورنۍ ویلي د امیني په بدن د تشدد نخښې وې او د ایران حکومت ویلي د امیني د مرګ تحقیقات یې شروع کړي دي.

د یو اېن هیومن رایټس کاونسل غونډې ته په جنیوا کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ تقریر کې ټرک وویل چې دا مهال ایران د انساني حقونو په بحران کې ښکیل دی
د یو اېن هیومن رایټس کاونسل غونډې ته په جنیوا کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ تقریر کې ټرک وویل چې دا مهال ایران د انساني حقونو په بحران کې ښکیل دی

ټرک وویل د انساني حقونو د خلاف ورزیو په لړ کې د انصاف ترلاسه کولو دپاره احتساب بنیادي اهمیت عنصر دی.

هغه د اقوام متحده د انساني حقونو کاونسل ته وویل چې په ایران کې د احتجاج کونکو په ضد ګولۍ (مرمۍ) اوښکو ګېس او کوتکې استعمال شوي دي او دا چې په مظاهرو کې د 300 نه زیات کسان وژل شوي دي.

په کاونسل کې د ایران استازي د تحقیقاتو مخالفت وکړو او دا شرمناک وبلل.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د هغه رپورټ نه اخیستل شوي چې د ای اېف پي او روېټرز تفصیلات پکې شامل کړی شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00