شاته

د افغانستان دفاع وزارت: ۲۰۱۶ کال کې لس زره وسله‌وال طالبان وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل، په روان میلادي کال کې د افغانستان د دولت وسله‌والو مخالفینو ته د سر درانه زیانونه اوښتي دي.

جنرال رادمنش وویل، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان د دولت له لس زرو زیات وسله‌وال مخالفین وژل شوي او څه باندې اته زره نور ټپیان شوي دي.

د جنرال رادمنش پر وینا، په دې موده کې نږدې د دولت نږدې ۹ سوه وسله‌وال مخالفین ژوندي نیول شوي دي.

هغه وویل "سږکال د افغانستان 'دښمنانو' تصمیم درلود، چې ۶۰ ولسوالۍ او ۸ ولایتونه تر خپل کنټرول لاندې راولي خو په دې کې پاتې راغلل، دوی ډيرو سختو عملیاتو ته د بهرنیو تروریستانو په ملاتړ دوام ورکړ او د همدغو عملیاتو دوام د دې لامل شو، چې په دواړو خواو کې د تلفاتو کچه لوړه شي."

که څه هم جنرال محمد رادمنش په روان میلادي کال کې د افغانستان د ملي اردو منسوبینو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمیره څرګنده نه کړه خو و یې ویل، چې د تیر کال په پرتله په روان کال کې د افغان دفاعي ځواکونو د تلفاتو شمیره لس فیصده زیاته شوې ده.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لا تر اوسه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د پولیسو د مرګ‌ژوبلې د شمیرو په اړه څه نه دي ویلي>

خو د دغه وزارت مرستیال محمد حمید طهماسي تیره اونۍ د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل، چې افغان پولیسو په تیرو نهو میاشتو کې ۳۸۱۳ خپلواکه او ګډ عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې، له ۸۵۰۰ زرو څخه زیات وسله‌وال مخالفین وژل شوي او نږدې څلور زره نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي طهماسي زیاته کړه چې په دې موده کې "۱۸۷۰ میله سپکې او درنې وسلې او ۵۲۶ موټرې له 'دښمن' څخه زموږ لاس ته راغلي. ۳۷۳ وسله‌وال مخالفین له ۱۹۰ میله سپکو او درنو وسلو سره د سولې له پروسې سره یوځای شوي دي."

لا تر اوسه وسله‌والو طالبانو د افغان امنیتي چارواکو د دغو څرګندونو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

د افغان حکومت د اټکل له مخې، دا مهال په افغانستان کې له پنځه څلویښت زرو زیات بهرني او کورني اورپکي د افغان دولت په خلاف جنګیږي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې په روان میلادي کال کې اکثره وژل شوي وسله‌وال مخالفین بهرني اتباع دي.

جنرال محمد رادمنش وویل، بهرني جنګیالي هڅه کوي، چې په افغانستان کې نیابتي جګړې ته لار هواره کړي.

خو بل خوا د پوځي چارو کارپوهان بیا وايي، چې د افغانستان په جګړه کې مخالف لوري ته د درنو تلفاتو اړول په دغه هیواد کې د امنیت له ټینګولو سره مرسته نه شي کولی.

پوځي کارپوه امین‌الله حبیبي امریکا غږ ته وویل "که لس زره وژل شوي او که لږ یا زیات، شمیره دومره مهمه نه ده، که طالبان لس زره وژل شوي وي، بیا هم دومره کسان شته چې د هغوی ځای ډک کړي، تر هغې چې د افغانستان اصلي امنیتي ستراتيژي معلومه نه وي، چې افغانستان وساتي او د افغانستان امنیتي وضعیت ښه کړي، زما په نظر دا شمیر دومره تاثیر نه لري."

ښاغلي حبیبي ټینګار وکړ، تر هغې چې افغان ځواکونه واحده رهبري پیدا نه کړي او دغه راز، د دولت په کچه له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې قوي سیاسي اراده رامنځ ته نشي، د وسله‌والو مخالفینو وژل به په افغانستان کې د امنیت له ټینګولو سره مرسته و نه کړي.

خو د افغانستان دفاع وزرات ډاډ څرګند کړی، چې راتلونکی کال به د امنیت له پلوه د افغانانو لپاره یو ښه کال وي.