شاته

اروپايي ټولنه: د ښځو د حقونو نقض د طالبانو د ژمنو خلاف عمل دی

اروپايي ټولنې په افغان مېرمنو د محدودیتونو دوام غندلی دی.

د کابل اوسېدونکې ۶۵ کلنه شاه بي بي چې د لس کسیزې کورنۍ غړې ده په خبره يې د سهار له لوري به د خپل لمسي سره د قدم وهلو لپاره د کور ته څېرمه پارک ته تلله.

خو هغه اوس وايي، له هغې ورځې راورسته چې طالبانو پارکونو ته د مېرمنو په ورتګ بندیز لګولی نو بیا يې لمسی پارک ته نه دی وړی.

هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه وضعیت اندېښمنونکی وباله.

نوموړې زیاته کړه: " زما د ژوند یواځينې خوښي له لمسي سره مې پارک ته تګ وو، خو طالبانو له موږ دا خوښي هم واخیسته. اوس چې سهار شي لمسی مې راته وايي چې پارک ته ځو، ژاړي چې ما پارک ته یوسه خو زه ځکه نه شم تللی چې طالبان مې ونه وهي."

شاه بي بي غواړي چې په افغان مېرمنو محدودیتونه پای ومومي څو دوی په خپل وطن کې په ازاده فضا کې ژوند وکړي.

د کابل ښار یو پارک
د کابل ښار یو پارک

صابره بله هغه مېرمن ده چې په خبره يې د ساه بندۍ ناروغي لري.

هغه وايي، ډاکترانو ورته په ازاده فضا کې د ورزش کولو وړاندیز کړی چې ناروغي يې پای ته ورسېږي.

نوموړې وویل: "زه هر سهار په کارته نو کې د ښځو ورزشي ځای ته تلم او هلته مې قدم واهه، په همدې خاطر مې ورځ تر بلې په روغتیا کې بهتروالی راته، وزن مې هم کنترول شوی و. کله کله به د قدم وهلو په هدف پارک ته تللم، خو اوس که ورزش ونه کړم نو دوباره ناروغه کېږم."

دا په داسې حال کې ده چې تازه اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طالبانو له لوري په مېرمنو د محدودیتونو دوام غندلی دی.

د دې ټولنې ارشد ویاند پیټرسټانو په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو نقض د طالبانو له لوري د ژمنو خلاف عمل دی.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو او د مېرمنو وضعیت ته په کتو ویلي چې افغان نجونې له ښوونځيو راګرځول شوي، د مېرمنو په سفر بندیز لګېدلی او افغان مېرمنې له اقتصادي ګټې وټې محرومې شوي دي.

دغه ټولنې د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې د بشر حقونو او مېرمنو په برخه کې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او د افغانانو د بنسټیزو ازادیو حقونه تضمین کړي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ پارکونو او حمامونو ته د مېرمنو په تګ بندیز لګېدلی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

دا په داسې حال کې ده چې تازه شاوخوا سلو تنو افغان ښځینه فعالانو د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو او نجونو د حال په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیکونه استولي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان ښځو له خوا په استول شویو لیکونو کې د ښځو هدفي وژنې، د ښځو سنګسار او وهل، جنسي تېري، په خپلسر نیول او ځورونې، جبري او کم عمره ودونه، اجباري حجاب، د نجونو د ښوونځیو تړل، د ښځو پرمخ د لوبغالو او تفریحي پارکونو تړل د ښځو د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په توګه یاد شوي.

اړوند مطالب