BBC
 شاته

د افغانستان نوموتې پیلوټې نیلوفر رحماني امریکا کې د پناه غوښتنه کړې

د طالبانو رژیم تر ړنګېدو وروسته افغانستان کې د ښځو د وړتیا د سمبول په توګه راڅرګندې شوې لومړنۍ ښځینه پېلوټې نیلوفر رحماني په امریکا کې د پناه غوښتنه کړې ده. د افغانستان هوایي ځواک یوه چارواکي ویلي؛ پیلوټان باید د روزنې دورې تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته بېرته وروګرځي.