شاته

طالبان: تر څو چې بهرني ځواکونه موجود وي، د سولې خبرې نه کوو

طالبانو ویلي دي تر هغه چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه موجود وي د سولې د خبرو امکان نشته.

طالبانو د افغانستان د حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د ملگرو ملتونو غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي چې که ملگري ملتونه واقعا ًغواړي په افغانستان ١٥ کلنه جگړه پای ته ورسوي د امریکا پر مشرۍ پر بهرنیو ځواکونو دې فشار راوړي چې د هغوی په وینا د افغانستان "اشغال" پای ته ورسوي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستو د دفتر یوناما مشر تادامیچي یماموتو د روانې اونۍ په پیل کې د سولې د خبرو د بیا پیل کیدو غوښتنه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې په مستقیماه توگه د افغانستان د حکومت سره مذاکره وکړي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې "زمونږ جگړه د آزادۍ لپاره ده او تر هغه چې بهرنۍ اشغالگرې قواوی دلته (افغانستان) کې موجودې وي د سولې او پخلاینې په هکله هر ډول خبرې بې معنی دي".

د یوناما مشر ښاغلي یماموتو په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته د رپوټ ورکولو پر وخت وویل " مونږ ټول پوهیږو چې د افغانستان شخړه پوځي حل لاره نه لري. د طالبانو مشرتابه باید پر خپل دې دریځ بیا غور وکړي چې فکر اهداف یې یواځې د جگړې په ډگر کې ترلاسه کیدای شي".

طالبان وایي د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي یووالي حکومت "خپلواکه اداره" نه ده او تور لگوي چې د هغه حکومت د امریکا له لورې رهبري کیږي.

طالبانو په دې وروستیو کې د امریکا د حکومت سره د مستقیمو خبرو غږ کړی چې د افغانستان شخړې ته یوه حل لاره پیدا شي. خو واشنگټن دغه وړاندیز رد کړی او د افغانانو پر مشرۍ د سولې او بیا پخلاینې له پروسې څخه یې یو ځل بیا خپل ملاتړ په ډاگه کړی دی.

رپوټ: د امریکا غږ خبریال، ایاز گل