شاته

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي دي چې د کندهار په معروف او د کونړ د سرکاڼو په ولسوالیو باندې د ډیورند د کرښې له اخوا څخه د پاکستاني پوځیانو د وروستیو راکټي حملو په تړاو یې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او ورته یې د افغانستان د جمهوري ریاست د اعتراض رسمي یاداشت ورسپارلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي دفتر رئیس محمد موسی عارفي په خپل دفتر کې د پاکستان د سفیر ته د رسمي یاداشت د سپارلو پر وخت ټینگار وکړ چې پر افغانستان د پاکستاني پوځیانو له خوا د راکټونو دا ډول توغول په داسې حال کې چې د دواړو هیوادونو اړیکې حساسې مرحلې ته رسیدلي، لمسونکي او کړکیچن بولي.

د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې دا کار ددې سبب کیږي چې د دوو گاونډیو هیوادونو اړیکې نورې هم خړې پړې شي.

د څیړنکو په اند دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوځیان او ملیشه قواوی د افغانستان په سرحدی ولسوالیو په ځانگړې توگه کونړ او ننگرهار باندې راکټونه او هاوان توغوي. څه موده دمخه په دې ډول حملو کې په کونړ کې د مرگ ژوبلې خبر هم ورکړل شوی و.

پاکستان له خپلې خاورې نه پر کونړ ولایت باندې بریدونه نه دي منلي او ادعا یې کړې چې د افغانستان له اړخه یې مخالف وسلوال په امنیتي پوستو بریدونه کوي چې دوي ورباندې ډزې کوي.

افغان حکومت وایي چې په دې مسله یې څو ځله له اسلام اباد سره خبرې کړي دي خو لا هم دغه ډول اعمال نه دي ختم شوي.

افغانستان د پاکستان سره نږدې دوه زره کیلومتره سرحد لري چې زیاته برخه یې غرنۍ ده او د کارپوهانو په اند اکثر ترهگر له همدغو لارو څخه افغانستان ته ننوځي او هلته تروریستي اعمال تر سره کوي.