شاته

ملګري ملتونه: له ټولنیز ژونده د افغان ښځو د حذفولو منظمه هڅه روانه ده

ملګري ملتونه وايي، تېر یو کال د ښځینه خبریالانو پر وړاندې شوي چلند ته په کتو له ټولنیز ژونده د ښځو د لرې کولو یوه منظمه هڅه څرګندوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر وايي، په دې اړه یې څېړنه کړې چې تېر یو کال په دغه هېواد کې له ښځینه خبریالانو سره څه شوي او دا د افغانستان لپاره څه معنی لري.

دغه اداره زیاتوي چې طالبانو رسنۍ سختې محدودې کړي او له تلوېزیونونو د ښځو د څېرو او نظریاتو په بندولو سره یې په ټوله کې له ټولنیز ژونده د ښځو د رول د کمولو سیسټماټیکه او منظمه هڅه روانه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د طالبانو یو لوی خنډ هغه امر وباله چې له مخې یې ښځینه نطاقانې مکلف وګرځول شوې چې مخ پټې باید په تلوېزیونو کې راښکاره شي.

په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نطاقه چې مخ پټې خبرونه وړاندې کوي.
په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ نطاقه چې مخ پټې خبرونه وړاندې کوي.

په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ښځینې مېلمنې هم باید خپل مخونه د خبرو په وخت پټ کړي او ان تر دې چې ښځینه نطاقانې په تلوېزیوني پروګرامونو کې له نارینه مېلمنو سره بحثونه نه شي کولای.

په دې وروستیو کې د یک تلوېزیون خبریالې لیمه سپېڅلې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې له دغې رسنۍ سره کار پیل کړی، په خپل فېسبوک کې لیکلي چې د طالبانو د بندیزونو له امله نور نه شي کولای خپل کار ته دوام ورکړي.

ښځینه خبریالانې وايي چې رنګارنګ جامې نه شي کارولی او هم په هغو پروګرامونو کې برخه نه شي اخیستلی چې نارینه مېلمانه ورته بلل شوي وي.

یوې بلې خبریالې خاطره نوري چې په کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ سره کار کوي، په دې وروستیو کې له طالبانو وغوښتل چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او رسنۍ دې سانسور نه کړي.

ارشیف: افغان خبریالان
ارشیف: افغان خبریالان

هغه زیاتوي: "له طالبانو څخه د خبریالانو غوښتنه دا ده چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي، رسنۍ دې سانسور نه کړي، د خبریالانو ژوند خوندیتوب ته دې پام وکړي او خبریالانو ته دې اجازه ورکړي چې خپل رسنیز فعالیتونه د قانون او ژورنالیستي مکلفیتونو له مخې له مخې ترسره کړي."

خو د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، د حجاب له حکم پرته پر ښځینه خبریالانو کوم بندیز نه دی لګول شوی.

خو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، د دوی د سروې له مخې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې شته ستونزې او محدودیتونه د دې لامل شوي چې شاوخوا ۹۳ سلنه ښځینه خبریالانې بېکاره او یا له دندو ګوښه شي.

اړوند مطالب