شاته

رحیمه: د طالبانو له لوري د نندارتونونو جوړول د خلکو تېر ایستل دي

ځینې ښځینه سوداګرې د تولید شویو توکو له نه صادرېدو او په کور دننه د بازار له نشتوالي شکایت کوي.

رحیمه حاجي زاده په کابل کې د 'خورشید تابان' په نوم د جامو او زېوراتو شرکت لري.

مېرمن حاجی زاده وایي، چې په ۱۳۸۷ کال کې یې په ۱۵۰ زره افغانیو پانګې سوداګري پیل کړه چې وروسته یی دا پانګه لس زره ډالرو ته ورسېده.

خو د دې په خبره، اوس د کورني او بهرني بازار په نشتوالي، سره یې سوداګري پیکه شوې او پانګه یې هم راکمه شوې ده.

هغه زیاتوي: "اوس صادرات نه شته. کوم پروګرامونه چې طالبان یې په کور دننه جوړوي او وایي، چې تاسو ته مو نندارتونونه جوړ کړي، یواځې د خلکو تېر ایستل دي. د توکو لپاره تبلیغات نه کېږي او په نندارتونونو کې په ګډون سره یې اقتصادی زیان موږ ګالو، مېزونه په کرایه نیسو، غرفې په کرایه نیسو، خو له منفي پایلې او جګرخونۍ سره کور ته ستنېږو."

دا سوداګره مېرمن وایي، هغو کارګرو مېرمنو چې پخوا یې، د دی په شرکت کې کار کاوه، ټولی اوس په کور ناستې دي.

ثریا دقیق بله سوداګره مېرمن ده چې په ۱۳۹۸ کال کې یې په هرات ولایت کې د 'ګوهرناز زعفرانو' شرکت جوړ کړ.

اغلې دقیق د خپل شرکت د فعالیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ډېری مېرمنو شرکتونه له سقوط سره مخ شوي او د بېرته پرانیستو توان یې نه لري. زه خپله یو کال کېږي چې د شرکت د جواز نوي کولو لپاره مستوفیت ته دننه نه شم تلای، اوس څلور اوونۍ کېږي چې هلته ورځم، خو خپل جواز نه شم اخیستلی."

ارشیف: په بامیان کې د ښځینه سوداګرو د لاسي صنایعو د نندارتون یو انځور
ارشیف: په بامیان کې د ښځینه سوداګرو د لاسي صنایعو د نندارتون یو انځور

دا سوداګرې مېرمنې د طالبانو له حکومته غواړي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه او مرسته ورسره وشي، چې په کور دننه او بهر خپلو محصولاتو ته بازار پیدا کړي.

خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ازادي راډیو ته وویل، د سوداګرو مېرمنو د سوداګرۍ د ودې لپاره هڅې شوي څو دا مېرمنې وکړی شي خپلو سوداګریو ته دوام ورکړي.

جواد زیاتوي: "د افغانستان اسلامي امارت د هغو مېرمنو لپاره چې غواړي سوداګري وکړي، ځینې اسانتیاوې په پام کې نیول. د دوی د تولیداتو لپاره د بازار موندلو په برخه کې هم هڅې دوام لري څو یې تولید شوي توکي بهر ته صادر شي."

دی وایي چې سوداګرو مېرمنو ته د کار جواز د وېشلو په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته شوي او دوی کولی شي چې د ستونزو د حل لپاره د طالبانو حکومت اړوندو مسوولو ادارو ته مراجعه وکړي.

د سوداګرو مېرمنو دا ستونزې داسې مهال دي، چې له دې وړاندې هم یو شمېر سوداګرو ښځو ازادي راډیو ته ویلي وه چې د طالبانو حکومت د دوی له سوداګری ملاتړ نه کوي، نو له همدې امله یی په تېر یوه کال کې خپله پانګه له لاسه ورکړې او ډېری دوی سوداګري پرېښې او له افغانستانه بهر تللي.