شاته

هیدر بار: طالبانو له معترضو مېرمنو سره تاوتریخوالی او ناوړه چلند کړی

د بشري حقونو څار سازمان وایي، هغه درې ښځې چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې وې، ورسره تاوتریخوالی او بد چلند شوی دی.

د بشري حقونو څار سازمان وایي، تېره اوونۍ یې د طالبانو له خوا له یو شمېر ښځو سره د بد چلند په اړه شکایتونه ثبت کړي دي.

د دې سازمان د ښځو د چارو مرستیالې هیدر بار تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغه ښځې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د اعتراضونو په ترڅ کې د طالبانو له خوا نیول شوې وې.

هیدر بار
هیدر بار

بار وویل: "ښځو د ډېر ناوړه بد چلند جزییات ورکړل. د ځان پر وړاندې یې د طالبانو د فزیکي تاوتریخوالي خبرې وکړې. دوی د خپلې کورنۍ له غړیو سره توقیف شوي وې چې کوچني ماشومان هم په کې وو. طالبانو د دغو ښځو یو شمېر نارینه هم توقیف کړي وو. هغوی په ډېر ناوړه وضعیت کې ساتل کېدل."

د بشري حقونو څار سازمان په خبره دغه ښځې او د کورنۍ غړي یې څو اوونۍ د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې بندیان وو.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې دغه ښځې توانېدلي چې له افغانستانه ووځي.

د هیدر بار په خبره طالبان په افغانستان کې له ښځو وېره لري او د همدې لپاره یې غږ غلی کوي.

نوموړې زیاته کړه: "ټولې دغه څرګندونې په ټولیزه توګه دا پیغام ورکوي چې ښځو په مېړانه په سخت وضعیت کې د نورو افغان ښځو ترڅنګ د طالبانو د سرغړونو پر وړاندې خپل اعتراض څرګند کړی. د دغو ښځو کیسې ښیي چې طالبان تر څه حده د دوی له فعالیته وېره لري."

د تېر کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې له ډېرو جدي محدودیتونو سره مخ شوي دي.

نړیوالو بنسټونو او د نړۍ ډېرو هېوادونو د دغه وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې دي.

دغه هېوادونه د طالبانو له حکومت سره د تعامل په برخه کې د ښځو د حقونو موضوع د یوه مهم مورد په توګه یادوي.

تراوسه د طالبانو چارواکو له دغو ښځو او د کورنیو له غړیو سره یې د بد چلند په اړه د بشري حقونو د څار سازمان د دغه راپور پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

په دې ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټوېټ کې ویلي چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره باید له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.

د هغې په خبره که نجونې او ښځې په افغانستان کې له پامه وغورځول شي، د دې هېواد ټولنه به افراطیت او ناکامۍ ته برابره شي.

اړوند مطالب