شاته

د کابل په بادام باغ کې د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی

دې نندارتون کې د نارینه‌و ترڅنګ ډېر شمېر ښځې لیدل کېږي، دغه ښځې سوداګرې دي او په لاس تولید شوي توکي او نور یې د نندارې لپاره دلته راوړې دي.

د دې نندارتون یوه ګډون‌واله سوداګره شکریه شمس وايي، اوسني وضعیت کې د ښځو لپاره د دې ډول فرصتونو برابرول مرسته وکړي چې د هغوی اقتصادي وضعیت ښه شي، هغه هم داسې مهال چې ډېر شمېر ښځې د طالبانو له‌خوا له دندو شړل شوي دي.

نوموړې وايي: "له بېلابېلو ولایتونو ښځې راغلې دي. ما چې له کومو ښځو سره خبرې وکړې، له مزار شریف، غزني، ننګرهار، هرات او یو شمېر نورو لېرو پرتو ولایتونو راغلې وې. یو توپیر دا و چې ځینو بهرنیو مؤسسو ورته وړیا غرفې نیولې وې او د ښځو له تولیداتو یې ملاتړ کاوه."

"ځینو بهرنیو مؤسسو ورته وړیا غرفې نیولې وې او د ښځو له تولیداتو یې ملاتړ کاوه."

د سوداګریزو توکو او د ښځو په لاس د جوړو شویو تولیداتو لپاره دا نندارتون د درې ورځو لپاره پرانيستل شوی او د شنبې په ورځ پای ته رسېږي.

غنچه ګل کریمي د هرات ده او د شاتو مچۍ لري.

هغې هغه شات چې تېر یوه کال کې یې په لاس راوړي، دې نندارتون کې نندارې ته اېښي چې نوموړې اوس لیدونکو او اخيستونکو ته سترګې په لار ده.

غنچه ګل کريمي وايي: "د ښځو ونډه زیاته ده. د نندارتون دننه یې هم خپل تولیدات راوړي او هم یې ګډون کړ. دا زما لپاره ډېر د خوښۍ ځای دی."

ارشيف
ارشيف

سوداګره رویدا رحماني بیا د دې نندارتون له ګډون‌والو غواړي چې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي، څو په کور دننه تولیدات لا زیات شي او تر خوا یې له پانګه‌والو ملاتړ هم وشي.

نوموړې وايي: "له خلکو مې غوښتنه ده چې نندارتون ته راشي. له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه واخلي او همدا ډول خپل سوداګر وهڅوي، څو له دې لا ښه محصولات تولید کړي."

د ملګرو ملتونو سازمان د راپور پر بنسټ، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د افغانستان اقتصادي وضعیت ناورین سره مخ دی او په دې برخه کې ښځو له نورو ډېر زیان لیدلی.

نړیوال بانک په خپل راپور چې د تلې په ۲۵مه یې خپور وکړ ولیکل، د نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار د طالبانو له‌خوا د وضع شویو محدودیتونو دوام به، د دې وطن اوږد‌مهاله اقتصادي ته لا زیان ورسوي.