شاته

په پاکستان کې د ننګرهار پوهنتون استاد 'لیث عبدالرحیمزی' لادرکه شوی

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي استاد لیث عبدالرحیمزی چې د پاکستان د لاهورپه پنجاب پوهنتون کې يې د ماسترۍ زده کړې کولې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې لادرکه شوی دی.

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي استاد لیث عبدالرحیمزی چې د پاکستان د لاهور په پنجاب پوهنتون کې يې د ماسترۍ زده کړې کولې کورنۍ يې د نوموړي د ترې تم کېدو ادعا کوي.

د هغه مشر ورور قیس عبدالرحیمزي ازادي راډيو ته وویل چې استاد لیث د تېرې اوونۍ پنجشنبې په ورځ له دوی سره وروستۍ اړیکه نیولې او له هغه وروسته بیا تر ننه تری تم دی.

نوموړي زیاته کړه: "د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ يې زما پلار سره اړیکې نیولي دي، د ښه او بد له پوښتنې وروسته يې ورته ویلي دي چې ښايي زما انټرنېټ بند شي. بیا څو ورځې موږ په تمه شو چې ښايي مصروف به وي، خو ونه شوه، درې ورځې وروسته يې له ملګرو سره په اړیکه کې شوم، هلته يې ملګرو د پولیسو له ادارو سره په تماس کې شول، اطاق يې ولیدل شو، امنیتي کمرې چېک شوې، او ټولې هغه اډې چې تورخم ته يې سپرلې انتقالوي دا هم چېک شوې دې خوا نه دی راغلی او نه يې تر دې دمه معلومات وشو."

دی وايي، له دې پېښې وروسته په لاهور کې د استاد لیث ملګري استادان د پولیسو سیمه ییزو ادارو ته عارض شوي دي خو ورته ویل شوي چې دا ستونزه دې له ډیپلوماټيکي لارو حل کړي.

دی د طالبانو له حکومته غواړي چې د ورور په پیدا کېدو وروسته مرسته وکړي.

نوموړی وايي، نه پوهېږي چې استاد لیث په پاکستان کې کومې استخباراتي ادارې تری تم کړی او که د مافیا کومې ډلې تښتولی دی.

د ننګرهار پوهنتون استاد لیث عبدالرحیمزی
د ننګرهار پوهنتون استاد لیث عبدالرحیمزی

دی وايي، د استاد له قانوني اړخه هلته هېڅ ډول ستونزه نه ده درلوده او نه يې هم د کوم سیاسي ګوند غړیتوب درلود.

هغه وویل، نوموړي یوازې له خپلو زده کړو سره کار درلود.

په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي یو شمېر استادان چې نه غواړي په دې راپور کې نومونه خپاره شي تاییدوي چې استاد لیث له تېرې نږدې یوې اوونۍ راهیسې لادرکه شوی دی.

دوی وايي، موضوع يې اړوند ارګانونو او دغه شان په پېښور کې له افغان سفارت سره هم شریکه کړې ده.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم واخلي، خو مسوولانو يې اړیکې ځواب نه کړې.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت هم په دې اړه له ژمنې سره سره د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادولو ده چې د ننګرهار پوهنتون زیات شمېر استادان په ګاونډي پاکستان کې د ماسترۍ او دوکتورا په زده کړو بوخت دي.

د ننګرهار پوهنتون استادان وايي ،که د طالبانو حکومت د دغه ډول مسایلو د بیا تکرار مخه ونه نیسي نو دوی اړ دي چې له دې وروسته په پاکستان کې زده کړې ونه کړي.