شاته

د ښځو دوستانو ډلې د افغان مېرمنو او بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده

په افغانستان کې د ښځو د دوستانو ډله په دې هېواد کې بشري او اساسي حقونو ته د ښځو د نه لاسرسي او د دوی پر وړاندې د ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

مریم چې د پلازمېنې کابل اوسېدونکې ده پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو مخکې يې په یو شخصي کمپنۍ کې دنده درلوده، خو په خبره يې د طالبانو تر راتګ وروسته په کور ناسته او له اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

هغې وویل: "اقتصادي ستونزې ډېرې زیاتې دي. زه یوازې نه بلکې ټولې افغان مېرمنې چې کار يې کاوه او اوس ترې دندې اخیستل شوی دي، دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په کور کې هېڅ نه شته، نه پوهېږو څه وکړو."

مریم د طالبانو له حکومت غواړي چې په افغان مېرمنو لګېدلي محدویتونه لرې کړي چې دوی وکولای شي کار وکړي او خپلې کورنۍ ته ډودۍ وګټي.

نرګس هم د همدې ښار اوسېدونکې ده او د کابل د یو ښوونځي د دولسم ټولګي زده کوونکې ده.

هغه وايي، د زده کړو هیلې یې ورځ تر بلې مړاوې کېږي.

دا وايي، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت له یو کال زیاته موده تېرېږي، خو په ټوله دغه موده کې دوی ونه توانېدل، چې د نجونو د زده کړو لپاره یو مېکانېزم رامنځته کړي.

ارشیف: په کابل کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف: په کابل کې د نجونو یو ښوونځی

نوموړې زیاته کړه: "د طالبانو له راتګ وروسته چې د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې تړل شوي دي، زه ډېره خفه یمه، مخکې به ښوونځي ته تلم، کورسونو ته به تلم، خو اوس په کور ناسته یم، په ټولګیوالو او ښوونکو پسې مې خفه یم. هیله لرم چې طالبان ژر د نجونو د ښوونځيو دروازې پرانېزي."

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو دروازې تړل شوي او دغه شان مېرمنې کار او له محرم پرته د لرې واټڼ سفر کولو ته نه پرېښودل کېږي.

پر افغان مېرمنو حجاب هم اجباري شوی، ان دا چې په تلوېزیونونو کې هم ښځینه کارکوونکې باید مخ پټې راڅرګندې شي.

د افغانستان د یوې خصوصي رسنۍ نطاقه د خپرونې د وړاندې کولو پرمهال
د افغانستان د یوې خصوصي رسنۍ نطاقه د خپرونې د وړاندې کولو پرمهال

که څه هم په دې اړه په کور دننه او بهر پراخې اندېښنې مطرح شوې دي، خو تر دې دمه يې مثبت بدلون نه دی رامنځته کړی.

تازه په افغانستان کې د ښځو د دوستانو ډلې په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانېزې.

د ښځو د دوستانو ډلې په اعلامیه کې په افغانستان کې بشري او اساسي حقونو ته د مېرمنو د نه لاسرسي او د دوی په وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ښځو د دوستانو ډلې دغه اعلامیه چې چهارشنبه خپره شوې د ګروپ د غړو هېوادونو، د امریکا د متحده ایالاتو، قطر، بریتانیا، جاپان، استرلیا، بنګله دېش، بلجیم، کاناډا، فرانسې، جرمني، هنګري، اندونیزیا، ایرلنډ، ایټالیا، لېتوانیا، ناروې، پولنډ، سلوانیا، سرېلانکا، سویډن، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو د استازو له لوري تاييد شوې ده.

په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټرش او په افغانستان کې د د دغه سازمان له سیاسي استازولۍ غوښتنه شوې چې د خپلو اصولو په رڼا کې په افغانستان کې د میرمنو ستونزو او د نجونو د زده کړو په برخه کې له طالبانو سره خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش

په ورته وخت کې په افغانستان د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما ویلي چې د یوناما مشرې اوتونبایوا له یو شمېر افغان مېرمنو سره کتلي دي.

یوناما پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دې لیدنه کې د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو د مخنیوي او د زده کړو حق ته د لاسرسي په موضوعاتو بحثونه وشول.

د یادونې ده، چې نن به د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په ازاد بحث کې هم په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو ویاندویانو يې پوښتنې ځواب نه کړې.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځو ته د کار او نجونو د زده کړو د زمینې د برابرولو ژمنه کړې ده.

اړوند مطالب