شاته

د کابل پوهنتون له لیلیې ایستل شوې محصلانې له ګڼو ستونزه سره مخ دي

یو شمېر هغه ښځینه محصلانې چې څو ورځې مخکې د طالبانو له خوا د کابل پوهنتون له لیلیې ویستل شوې وې، وايي چې دا مهال د خپلو دوستانو په کورونو کې ژوند کوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کابل پوهنتون له لیلیې څخه یوه شړل شوې محصله وايي، له لیلیې څخه تر ایستلو وروسته په کابل کې د خپلو دوستانو په کور کې په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي.

د کابل پوهنتون د ښځینه محصلانو لیلیه
د کابل پوهنتون د ښځینه محصلانو لیلیه

دې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې، په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، نو ځکه باید دې د دوی ستونزو ته پاملرنه وشي.

هغې زیاته کړه: "زه په کابل ښار کې د بل چا په کور کې اوسېږم، دا ډېره ستونزمنه ده، که د څو ورځو لپاره بېرته ولایت ته ولاړې شو، ډېر لګښټ کېږي، موږ یې توان نه لرو، لیلیه زموږ لپاره یوه لویه مرسته وه موږ ته اقتصادي تمامېدله."

دا محصله له نړيوالې ټولنې غواړي چې د ښځينه محصلانو ستونزې هوارې کړي څو وکولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

دا نجونې چې څو ورځې وړاندې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه ویستل شوې وايي چې له بېلابېلو ولایتونو څخه کابل ته د زده کړو لپاره راغلې او دا مهال د اوسېدو مناسب ځای نه لري.

په ورته وخت کې د دغو محصلانو یوه ملګرې چې له لیلیې نه ویستل شویو دوه تنو نجونو محصلانو ته یې په خپل کور کې ځای ورکړی، وايي چې یادې محصلانې له نامعلومه برخلیک سره مخ دي.

دې هم ونه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم واخیستل شي، خو ازادي راډیو ته یې وویل: "زما ملګريې یې د کابل پوهنتونه له لیلیې وویستلې. دا نجونې له ولايتونو څخه راغلې دي. د دوی برخليک به څه وي. دوه نجونې چې زما نږدې ملګرې وې ما خپل کور ته راوستلې، دا څه رقم انصاف دی؟ ځوانې نجونې یې سړک ته راوشړلې، بلاخره زموږ راتلونکی څنګه کېږي؟"

دا په داسې حال کې ده چې تازه د بخښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړي ډول د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د ایستل شویو ښځینه محصلانو د حقونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په داسې یوه چاپېریال کې چې ښځې او نجونې زده کړو، ټرانسپورټ، د کار او نورو بنسټیزو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي، د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د نجونو د ایستلو په اړه د رسنیو خپاره شوي راپورونه ډېر د اندېښنې وړ دي.

هیدر بار
هیدر بار

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار ویلي وو، چې د کابل پوهنتون د ښځینه محصلانو اعتراض دا ښيي چې طالبان د ښځو او نجونو پر حقونو باندې ښکاره تېری کوي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د ایستل شویو ښځینه محصلانو د اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو نظر هم واخلي، خو د دغه راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه کړې.

تر دې وړاندې دوی ویلي و چې د دغو محصلانو د شړلو لامل د کابل پوهنتون د لیلیې له اصولو او مقرراتو سرغړونه ده.

د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د لسګونو نجونو محصلانو د ایستلو په غبرګون لسګونو نجونو محصلانو د سې شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د ودانۍ مخې ته لاریون وکړ.

"د کابل پوهنتون له ليليې د لسګونه محصلينو له ایستلو" وروسته د يو شمېر نجونو محصلينو اعتراض
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:48 0:00

یو شمېر اعتراض کوونکو ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو څو ورځو کې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه څه باندې ۵۰ ښځینه محصلانې ایستل شوې دي.

دا موضوع په افغانستان کې دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

اړوند مطالب