شاته

ټاکل شوې امنيت شورا روانه اوونۍ د افغان مېرمنو په اړه ازاد بحثونه وکړي

د افغانستان د ښځو د حقونو په تړاو پرله‌پسې اندېښنې د دې لامل شوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سږ کال په خپلو ازادو بحثونو کې دا موضوع و ارزوي.

ټاکل شوې چې د ازادو بحثونو په دې غونډه کې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۲۸مه) ترسره کېږي، د ۹۲ هېوادونو د نړیوالو بنسټونو ۴۸۱ استازي ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د ملګرو ملتونو د ښځو چارو اجرایي مشره سیما باهوس او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار د دغو بحثونو اصلي ویناوالې دي.

هیدر بار په هغه پيغام کې چې تېر ماښام یې ازادي راډیو ته رالیږلی ویلي، سږني بحثونه به د افغانستان د ښځو پر وضعیت متمرکز وي.

هیدر بار ویلي، دا غونډه به یو فرصت وي چې نړیوالو ته وویل شي، د افغانستان لپاره کومو کارونو ته اړتیا ده.

نوموړې ويلي: "موږ به له ماموریتونو او ملګرو ملتونو سازمان سره بحث وکړو چې څو ګامونه اوچت کړي، دغو ګامونو کې به د ملګرو ملتونو له صلاحیتونو نه په استفادې پر طالبانو د بشري حقونو د سرغړونې په پار سفري او نور بندیزونه هم شامل وي."

هيدر بار
هيدر بار

هیدربار وایي، د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي د ماموریت له لارې به په افغانستان کې د بشري سرغړونو حساب کتاب هم کېږي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ۹۲ هېوادونو او بشري سازمانونو استازو په یوه ګډ لیک کې له امنیت شورا وغوښتل چې په نړۍ او ځانګړې توګه افغانستان کې د ښځو د حقونو ټینګښت ته جدي پام وکړي.

په ظاهره همدا بشري او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته نه پاملرنه او د نجونو پر مخ د ښونځیو بندېدا د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پیژندنې اساسي لاملونه دي.

د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر یو شمېر هغو طالب چارواکو د ویزې بندیزونه ولګول چې د ده په ټکو د افراطي تګلارو له مخې یې د ښځو حقونه نقض کړي دي.

د طالبانو حکومت د امریکا دې اقدام ته غبرګون کې وویل، دا ډول کړنې دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي.