شاته

د افغانستان دننه او بهر د ښځینه وزرشکارانو ستونزې او اندېښنې

په بهر او افغانستان کې مېشتې افغان ورزشکارانې وايي، په تېر یوه کال کې له ډېرو ستونزو سره مخ وې او له دوی هېڅ ملاتړ نه دی شوی.

یوه ورزشکاره پروانه عارفي نومېږي او د معلولانو پاورلېفېټنګ یا وزن پورته کولو ورزش کوي.

هغې د طالبانو له واکمنېدو او د نجونو پر ورزش له محدودېت وروسته افغانستان پرېښود او کاناډا ته لاړه.

اغلې عارفي وايي، له هغې ورځې چې کاناډا ته تللې ده، تر اوسه ورته د تمرینونو زمینه نه ده برابره شوې او له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

نوموړې زیاته کړه: "له هغې ورځې چې زه دلته راغلې یم، هر ورزشي جېم ته چې ځم، وايي پېسې باید تحویل کړې او که په کومه سیالۍ کې ګډون کوې، هم باید لګښتونه یې ورکړې خو زه دومره لوړ مصارف نه شم پوره کولای او دلته له موږ هېڅ ملاتړ هم نه کېږي."

اغلې عارفي وايي، د نړيوال پاراالمپیک لخوا په ۲۰۲۴ کال کې په فرانسې کې د پاورلېفټېنګ لوبو لپاره معرفي شوې، خو وايي هېڅ مالي ملاتړی نه لري چې په دې سیالیو کې د ګډون فرصت ورته برابر کړي.

خو د وېلچر باسکېټبال لوبغاړې خاطره ساپۍ چې اوس په اسپانیا کې ده، د اغلې عارفي برعکس وايي چې په دې هېواد کې له ښو ورزشي امکاناتو برخمنه ده.

دا بيا په افغانستان کې د ورزشکارو مېرمنو په اړه اندېښمنه ده.

هغه وايي: "له یو کال ډېره موده تېر شوه، خو موږ اوس هم په افغانستان کې د زده کړو، کار او ورزش په برخو کې د ښځو هېڅ پرمختګ نه وینو. د یوې لوبغاړې په توګه د افغان ښځو دې حالت ته ډېره اندېښمنه یم."

ارشیف: کابل کې د ښځینه والیبال لوبغاړې د لوبې پرمهال
ارشیف: کابل کې د ښځینه والیبال لوبغاړې د لوبې پرمهال

ځينې نور افغان لوبغاړې چې په افغانستان کې دي، وايي اوسنی وضیعت ورته د اندېښنې وړ دی.

د دوی له ډلې د بدمنتون رشتې لوبغاړې شیلا عزیزي ازادي راډيو ته وویل: "له یوه کال ډېره موده وشوه چې موږ یې ډېر وځورولو، ځکه ورزش نه شو کولای، دا زموږ لپاره سخته ده او له دې درکه ځورېږو او اندېښنې لرو. باید موږ ته د ورزش اجازه راکړل شي."

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مسوولان د دې اندېښنو په ځواب کې وايي، ورزشکارو نجونو او مېرمنو ته د فرصتونو د برابرولو په هڅه کې دي.

د دې کمېټې د نشراتو غړي نعیم پرهېز ازادي راډيو ته وویل: "موږ په یوه ميکانېزم کار کوو او همدا ډول مو د اسیا المپيک او نړيوال المپیک ادارو ته د ښځو د یوه کمپلېکس د جوړولو طرحه سپارلې ده. دا اوس په هغوی پورې اړه لري چې کله یې تائیدوي او بودیجه یې منظوروي."

خو نوموړي د دې طرحې په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل.

د ورزشکارو مېرمنو اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو له واکمنۍ تر یو کال ډېره موده کېږي، خو لا یې هم ښځو ته د ورزش اجازه نه ده ورکړې او له همدې امله د بېلابېلو لوبو لوبغاړې چې کره شمېر یې نه شته، له افغانستان څخه وتلي دي.