شاته

بېلابېلو برخو کې پر ښځو له محدوديت وروسته؛ افغان مېرمنې د څه په لټه کې دي؟

له هغې وروسته چې د افغان مېرمنو پر فعالیتونو محدویتونه وضع شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوې اوس یو شمېر مېرمنې او نجونې هڅه کوي د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره یوه لار ولټوي.

یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې چې دطالبانو د واکمنېدو راهیسې له خپلو فعالیتونو او زده‌کړو لرې پاتې دي، راټولیږي او د خپلې خوښې کتابونه لولي.

د ښځې کتابتون د یو شمېر هغه مېرمنو او نجونو لپاره چې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو محروم شوي د راټولیدنې په یو ځای بدل شوی.

مریم چې هر ورځ دغه کتابتون ته ځي د شپږم ټولکي زده کونکې ده.

نوموړې ددې کال تر پایه ښوونځي ته تلای شي خو د راتلونکي کال برخلیک یې د طالبانو په هغې پرېکړې پورې اړه لري چې د نجونو د ښوونځیو په اړه به یې کوي.

نوموړې وايي: "نه پرېږدي چې یوه مېرمن درس ووايي، که یوه مېرمن ډاکټر نه یي او یوه ښځه په اولاد مریضه شي هغه چېرته لاړه شي؟ څه وکړي؟ نارینه ورته ولادت ورکړي؟ دوی (طالبان ) باید مېرمنو ته د درس ویلواجازه ورکړي."

کابل کې يو کتابتون
کابل کې يو کتابتون

رابعه چې هم د ښوونځي زده‌کونکې ده وايي، اوس چې نجونې ښوونځي ته نه‌شي تلی کله کله دغه کتابتون ته د مطالعې لپاره ورځي.

اغلې رابعه وايي: "نجونو او مېرمنې ګورو چې راځي دلته کتاب اخلي، هغه څوک چې کتاب ته اړتیا ولري کولای شي له دې ځایه یې واخلي، د ښوونځي زده کونکي هم له دې ځایه کتابونه اخلي او دغه زده کونکي ددې لپاره دلته راځي چې ټول ښوونځي او کتابتونونه یې پر مخ تړل شوي دي."

د ښځې په نوم دغه کتابتون د روان لمریز کال د سنبلې په دویمه پرانيستل شوی و.

"نجونو او مېرمنې ګورو چې راځي دلته کتاب اخلي"

دغه کتابتون په داسې حال کې جوړ شوی چې طالبانو له یو کال زیات د نجونو پرمخ له شپږم ټولکي پورته د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

طالبان وايي، د نجونو په وړاندې د ښوونځیو د بیا پرانیستې لپاره د خپل مشر فرمان ته په تمه دي هغه فرمان چې په تېر یو کال کې نه‌دی صادر شوی.

د ښځې کتابتون بنسټ ایښودنکې ژولیا پاریسي وايي، د افغانستان ښځې له سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو نه د حذف کېدو په حال کې دي او نړېواله ټولنه باید دې ته پام وکړي.

کابل کې د ښځو کتابتون
کابل کې د ښځو کتابتون

نوموړې وايي: "زموږ پیغام نړېوالو په ځانګړي ډول ملګري ملتونه، د بشر حقونو سازمان او داسې نور ته دا دی چې د افغانستان مېرمنې د حذف کېدو په حال کې دي، ۸۰ سلنه حذف شوي او ډېرې کمې پاتې چې هغوي هم خپله مبارزې کوي، مه پرېږدئ چې افغان مېرمنې څنډې ته شي، مه پرېږدئ چې د افغان مېرمنو تېرې شل کلنې لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي."

سره له دې چې طالبانو ویلي د افغان مېرمنو ټولو حقونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژمن دي خو له هغې ورځې چې طالبان واکمن شوي تېر مخلوغ نظام ډېری ښځینه کارکونکې په کور کېنول شوي، پر دوی حجاب اجباري شوی، له محرم پرته د سفر اجازه نه‌لري او په اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه کې یې هم د پام وړ کمښت راغلی.