شاته

د روسیې د سینټ پیټرزبورګ ښار شورا د پوتین د استیضاح غوښتنه کړې

د روسیې سینټ پیټرزبورګ ښار شورا پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل له امله جمهور رئیس پوتین د استیضاح غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل له اوږدېدلو او خنډونو سره مخ کېدو له امله د روسیې په ټولنه کې اندېښنې زیاتې شوي دي. په دغه هېواد کې د پولیسو له سخت غبرګون سره سره د حکومت ضد مظاهرو او احتجاجونو زور اخیستی دی.

د سینټ پیټرزبورګ ښار ددغو مخالفتونو په مرکز بدل شوی دی. د تیرو څو کلونو راهیسې د سینټ پیټربورګ د ښار شورا خپلې غونډې د پیزا په یوه رستورانت کې جوړوي، ځکه چې حکومتي چارواکي یې د ولایتي شورا ودانۍ ته نه پرېږدي.

ددې شورا غړي وايي، اندیښمن دي چې پوتین پر اوکراین باندې د یرغل له امله بل هېواد ته نه بلکه د روسیې فدراسیون ته بنسټیز زیان اړولی دی او ددې هېواد خلک یې زیانمن کړي دي.

د جمهور رئیس پوتین د لیري کولو دپاره ددې شورا غوښتنه د دوی پر هغه باور ولاړه ده چې وايي، په اوکراین کې جګړه چې پوتین یې "ځانګړي پوځي عملیات" بولي، د هغه خپل شخصي پروژه ده.

ددې شورا غړی او د سمولني ولسوالۍ استازی دیمتري پالیوګا وویل: "زه باوري یم چې که ولادیمیر پوتین لیرې شي، [په اوکراین کې] دا ځانګړي عملیات به هم دوام ونکړي".

د حکومت مخالفې دې شورا غړي لا له وړاندې جریمه شوي دي، او دوی مني چې ښايي نور جنايي تورونه هم پرې ولګیږي.

د شورا بل غړی دیمتري بلترکوف وايي، ډیر خلک یې امنیت ته اندیښمن دي، خو دی زیاتوي چې پکار ده "چې یو څوک خو ودریږي".

د پوتین د استیضاح غوښتنې د سینټ پیټربورګ مدني ټولنه هڅولې چې خپل غږ پورته کړي.

د ښار په یو کوچني بار کې، ځوان شاعران راټولیږي او په اوکراین کې د پوتین د جګړې په اړه انتقادي شعرونه لولي. دوی وايي، پکار ده خپل نظر څرګند کړي.

شاعر ارتر یمالدینوف وايي، د هغو روڼ اندو زړورتیا چې د جګړې په وړاندې دریږي، خلکو ته هیله بخښي او دې ته یې هڅوي چې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، ځکه پوهیږي چې دوی یوازې نه دي.

دلته راټولېدونکي روسي ځوانان وايي، که څه هم د ټولنې ډیر خلک تر اوسه د روان وضعیت په اړه غلي دي خو دوی باوري دي چې دا حالت به ښايي بدلون ومومي.

ددې وېره شته چې دا څرګندونې، که په ټیټه سطحه هم وي، ددې خلکو د نیول کېدو سبب شي.

پر اوکراین باندې د پوتین یرغل نه یوازې نړیوال امنیت ته زیان رسولی بلکې د روسیې سیاسي او ټولنیز ثبات یې هم ګواښلی دی. ددې جګړې د پایلو اټکل د اوس دپاره ستونزمن کار دی او له امله یې د روسیې په میلیونونو ځوانان او یو نسل د نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.