شاته

پاکستان: په کراچۍ کې نيول شوو 192 افغانانو کې نيمايي بيرته خپل هېواد ته لېږل شوي

سږ کال د جولايۍ په میاشت کې په کراچۍ کې د افغانستان نه راغلي 192 کسان پوليسو نيولي چې ټولې کورنۍ او زیاتره يې ښځې او ماشومان وو، په دوی کې نيمايي د کراچۍ زندان څخه بيرته خپل هېواد ته لېږل شوي دي.

څو ورځې وړاندې د کراچۍ یو عدالت د دوی بيرته افغانستان ته د لېږلو امر کړی چې پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ پکې نيمايي په بسونو کې لېږل شوي او نور به بله اوونۍ لېږل کيږي.

بيرته لېږل شوي افغانان دوه مياشتې وړاندې د افغانستان نه د چمن د لارې پاکستان ته راغلي وو، د دوی په خبره په وطن کې يې ساعت نه تېرېدو ځکه پاکستان ته راتله.

سرتاج نومې مېرمن وي او اې ډیوه ته ويلې په خپل وطن افغانستان کې ورته نوره مسله نه وه خو روزګار نه وو، دوی د خپلو کورنیو د سړو سره يو ځای کراچۍ ته راتله چې دلته به يوه څه موده تېره کړي کار روزګار به وکړي لږې ډېرې پېسې به وګټي او بيا به خپل وطن ته ځي خو دوی ونيول شو.

د دوی په وېنا دوی هم د هغو خلکو په څېر کډې کړي کوم چې د تېر کال راهسې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د دغه هېواد څخه وتلي او روان دي ووځي.

په دغو افغانانو کې ځينې داسې هم وو چې وايي علاج له راتله او ځينې بيا وايي چې دلته يې خپلوان دي راتله د هغو سره ليدو له.

دلشاد نومې مېرمن وي او اې ډیوه ته ویلي هغه د پاکستان نه واده شوی او شپږ کاله وروسته راتله چې دلته به خپله مور وويني خو سره د ماشومانو جېل ته واچول شو.

په کراچۍ کې وخت په وخت افغانان نيول کيږي خو زياتره بيا قانوني اسناد لري او پرېښودل شي.

خو دغه افغانان چې بيرته لېږل کيږي، د دوی وکيله منیزه کاکړ وايي دوی د غېر قانونه لارې راتګ په جرم کې نيول شوي وو.
منيزه کاکړ وايي په عدالت کې يې د دغو افغانانو ويړيا وکالت کړی او وي او اې ډیوه ته يې وويل، هغې عدالت ته په دلايلو کې ويلي چې یو هېواد د جنګونو تېریږي او هلته حالات سم نه وي بيا هېوادونه دوی ته لارې پرانيزي او په بشري بنيادونو ورته ځای ورکوي، خو وايي جج ورته وويل چې دوی به بيرته لېږل کيږي دا د پاليسۍ مسله ده.

په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ استازي ګل الدین وويل، کونسلګرۍ يې د دې خلکو په خوشي کولو کې مرسته کړې ځينې نن او پاتې نور به را روانه اوونۍ ليږي.

د جولايۍ په مياشت کې د بلوچستان صوبې په ژوب ضلع کې هم د افغانستان نه راغلي 241 افغانان نيول شوي چې پکې د 50 پورې ويلي وو قانوني اسناد ورسره وو خو دوی بيا ټول بيرته لېږل شوي وو.

د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال ژوند کوي چې زياتره يې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې دي او په کمه شمېره کې په سيند او پنحاب صوبو کې دي.

د یو اېن اېچ سي ار وياند قېصر افريدي وي او اې ډیوه ته وويل، د تېر کال 15 اګست نه وروسته د پاکستان د حکومت د شمېرو ترمخه د دوه نيم لکه پورې افغانان پاکستان ته راغلي او په بېلابيلو سيمو کې مېشته شوي دي.

تېر کال په 15 اګست په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي او له دې وروسته په غټه شمېره کې افغانان د دغه هېواده وتلي دي.

قېصر افريدی وايي، د تېر کال راهسې چې پاکستان ته کوم افغانان راغلي دي د دوی دپاره د پاکستان حکومت تراوسه پورې کومه پاليسي نه ده په ډاګه کړې دوی د حکومت سره په دغه اړوند هم خبرې کوي چې د دوی دپاره يوه پاليسي جوړه کړي که چاته کوم ډول ضرورت وي د هغو سره دوی مرسته وکړي.

هغه وويل يو اېن اېچ سي ار د افغانانو په اړوند داسې اعلاميه هم خپره کړې چې پکې يې د ټولو هېوادونو نه خواست کړی وو چې افغانان دې په زوره بيرته ونه ليږي ځکه چې په دغو افغانانو کې ځينې داسې کېدی شي چې بيرته افغانستان ته په تګ یې ژوند ته خطره پېښدی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​