شاته

بلاول بهټو: پاکستان کې په ملینونو خلک د وبايي ناروغو سره مخ دي‌

واشنګټن - د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري خبرداری ورکړی چې په ملک کې د سېلابونو د تباهۍ وروستو په ملینونو خلک د اوبو د لاسه خورېدونکو ناروغو لوي افت سره مخ دي.‌

د امریکې پایه تخت واشنګټن ډي سي کې د څېړنې ادارې وېلسن سنټر کې یو خبري غونډې ته د وېنا په وخت نوموړي ووېل چې پاکستان کې د سېلابي اوبو د لاسه وبايي ناروغۍ په خورېدو دي او د دوي سره د ملېریا او نورو ناروغو د مخنیوي لپاره په ملکي کچه باندې د دوایانو کمی دی.

بلاول بهټو زرداري ووېل پاکستان کې سېلابونو د ۱۶ ملینه ماشومانو او شپږ لاکه حامله ښځو په شمول ۳۳ ملینه خلک اغېزمند کړي کوم چې په نړیواله توګه بېړنیو مرستو ته ضرورت لري او زیاته یې کړه دغه ټول هغه خلک وو چې د سېلابونو وړاندې د غربت سره مخ نه وو او د خپلو کورنیو لپاره یې ضروري امدن ترلاسه کولو خو سېلابونو دغه زیاتره خلک بې کوره کړي اوهغوي یې د غربت سره مخ کړي. نوموړي ووېل وروستیو سېلابونو په ملک کې په څلور ملین اېکړه زمکه باندې ولاړ فصلونه تباه کړي.‌

خارجه وزیر ووېل پاکستان د نړیوال ماحولو خرابوونکو ګېسونو یا کاربن 0.8 فیصد اخراج لپاره ذمه وار دی خو د نړ ۍ د ۱۰ هغه ملکونو نه یو دی چې د ماحولیاتي بدلون د لاسه ترټولو زیاتې تباهۍ سره مخ دی.

د افغانستان طالبانو په اړه د یو پوښتنې په ځواب کې د پاکستان خارجه وزیر ووېل د افغانستان موقتي حکومت سره د خبرو کولو مرسته کوي او زیاته یې کړه چې د تېر وخت غلطۍ تکرارول پکار نه دي چې د هغې له کبله ستونزې نورې زیاتېدی شي.

بلاول ووېل،‌”که چرې مونږ د افغان طالبانو سره خبرې نه کوو نومونږ به په دغه هېواد کې د ښځو حقونه یقیني کولو قابل نه شو. که چرې مونږ د هغوي (طالبان) سره خبرې نه کوو نو مونږ به ددې قابل نه شو چې دا یقیني کړو چې د ترهګرۍ د مسلې هغه شان مخنیوی وکړو څنګه چې پکار ده. که چرته مونږ د افغان طالبانو سره خبرې نه کوو نو په افغانستان کې به اقتصادي حالات نور هم خراب شي او هلته به د ښځو او جینکو حقونه نور هم محدود شي‌“

بلاول‌ ووېل افغانستان کې د طالبانو په واک د راتلو وروستو د پاکستاني طالبانو لخوا د ډزبندۍ تړون پاکستان ته د څه حده پورې د ساه اخستو موقع ورکړې او دا یې یو مثبت ګام بللی. نوموړي زیاته کړې د ډزبندۍ تړون له کبله پاکستان کې د څه حده پورې د ترهګرۍ په پېښو کې کمی راغلی.

بلاول د پاکستاني طالبانو سره د ډزبندۍ خبره په داسې حال کړې چې په سوات سیمه کې یو ځل بیا د تحریک طالبان په فعالیتونو کې زیاتوالی راغلی او ځايي‌ خلک په وروستیو ورځو کې د طالبانو د بیا راتلو او ترهګر حملو خلاف په سوات او د خېبرپښتونخوا په نورو برخو کې احتجاجونه کوي.‌

د پاکستان دننه سیاست او د مخالف سیاسي‌ ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران په اړه د یو پوښتنې په ځواب کې بلاول ووېل ‌ په ټوله نړۍ سیاسي مشرانو د پاکستان خارجه تګلاره کې د عمران خان اوسني دریز باندې توجه نه ورکوي او زیاته یې کړه‌ عمران خان په خپل ملک کې د سیاست د لارې ګډوډی پېدا کوي. هغه ووېل پاکستان کې د ۲۰۰۸ نه د ۲۰۱۸ پورې د جمهوریت په لحاظ سره ښه وخت پاتې شوی چې پکې په ملک کې د آییني حقونو په لحاظ سره ښه پرمختګ شوی.

بلاول ووېل،‌”د عمران خان صرف ځان له په سیاست کې د پاتې کېدو انداز دی،‌ د ملک درېمه برخه په اوبو کې ډوبیږي، خو که هرڅه کیږي، زه (عمران خان) به خپل سیاست کوم، دا د سیاست غېرانساني حد دی.‌ “

نوموړي زیاته کړه هغه به عمران خان ته مشوره ورکوي چې د جمهوریت او جمهوري ادارو احترام وکړي.‌ بلاول ووېل د عمران خان د ګوند سره تعلق لرونکي پارلېماني غړي اوس هم تنخواګانې اخلي خو پارلېمان ته د راتلو نه انکار کوي.

بلاول بهټو د چین لخوا پاکستان ته د قرضو ورکولو او د امریکې ردعمل په سر د پوښتنې نېغ په نېغه ځواب ورنه کړو خو وې وېل د امریکې خارجه وزیر انتهني بلېنکن سره یې د خپل ترمنځه احترام او ډېر ښه ماحول کې خبرې شوي.

د هندوستان سره د اړیکو په اړه بلاول بهټو ووېل د پاکستان نوی نسل د هندوستان سره د ذمه وارۍ ډک تعلقات ساتل غواړي خو زیاته کړې چې د ذمه وار تعلقاتو جوړولو لپاره ذمه وار ګاونډي هېوادونه پکار وي او دا چې ددې لپاره تراوسه پورې حالات برابر کړی شوي نه دي.‌