شاته

پاکستان کې د ډینګي تبې په نامه ناروغي خپره شوې

په پاکستان کې روغتیاپالان وايي ددغه هېواد په زرګونو خلک د ډينګي تبې په ناروغۍ اخته شوي دي.

دا ناروغي چې د غوماشو د چیچلو له امله انسانان نیسي، په دې وروستيو کې په خيبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د خيبر پښتونخوا ایالت د عامې روغتيا ادارې د معلوماتو له مخې، په دې ايالت کې تر اوسه له ۶۰۰۰ زیات کسان د ډينګي تبې په ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه لږ تر لږه اووه تنه له دې امله مړه شوي دي.

د ډاکټرانو په وینا، دا ناروغي د "ايډيس" په نوم د غوماشي چې له ولاړو اوبو پیدا کیږي، د چيچلو له امله رامنځ ته کيږي او دا ډول غوماشي سهار د لمر ختو او ماښام لمر لوېدو مهال ډير فعالې وي.

ډاکتران همدرانګه وايي: د ډینګي ناروغۍ عمده نښې لوړه تبه، د ملا درد، د زړه بدوالی، او د وينې ټيټ فشار دی او ددې ناروغۍ د تر ټولو خطرناک ډول ناروغانو له پوزې او ادرار کې وینه راځي، او د مړینې سبب کیدای شي.

د پيښور په ليډي ريډنګ روغتون کښي د دې ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړې څانګه پرانیستل شوې ده.

بي بي ګل په ډینګي ناروغۍ اخته شوې او د درملنې دپاره په دغه روغتون کې بستر ده. هغه وايي، یخه او ګرمه تبه ورباندې راځي، د نس درد لري او له درملو اخیستلو سره اوس ښه ده.

د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره تر اوسه واکسين نشته او ډاکټران وايي چې د ډينګي څخه د ځان ساتلو لپاره احتياط اړين دی. وايي د درملنې لپاره ناروغ بايد ډير مايعات وڅښي او د تبې درمل (پيناډول) ګولۍ واخلي.

په دې اړه په پيښور کې د ايل ار ايچ روغتون مدير عزيز الله وايي، پيناډول واحد درمل نه دی، بلکې د ډينګي او عامې تبې درملنی لپاره دوی ناروغانو ته نور درمل هم ورکولای شي.