شاته

داعش په باجوړ کې د پوليس وژلو زمه واري منلې

د خېبرپښتونخوا د باجوړ ضلع چې د افغانستان سره په پوله پرته ده پرون دغلته په يو بريد کې يو پوليس سرتيری وژل او بل ژوبل شوی دی، داعش د دغه بريد زمه واري منلې ده.

څيړونکي وايي داعش دلته شتون لري او دا خطره نوره سېوا کېدونکې ښکاري چې دلته يو لور ته تحريک طالبان پاکستان بريدونه پېل کړي او ورسره داعش هم حملې شورو کړي دا ګواښ به لا پسې نور زيات شي.

د باجوړ ضلعې د پوليسو مشر[ډي پي او] عبدالصمد وايي پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ [26 ستمبر] د عمري تاڼې په علاقه کې د پوليسو د لټون ناکه روانه وه په دغه وخت يو فيلډر ګاډی راغلی کله چې سپاهي په ګاډي کې ناست يو تن نه شناختي کارډ اخستی او شک يې پرې راغلی په دغه مهال په ګاډي کې ناست تن په دوی ډزې کړي يو سپاهي پکې وژل شوی او حوالدار پکې ژوبل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه ډزې کوونکي تن سمدست کندې ته ټوپ کړی بل سپاهي پرې ډزې کړي خو هغه تښتېدلی دی او د شناختي کارډ په بنياد پلټنې پېل کړی شوي دي.

پولیس افسر وويل، د خېبرپښتونخوا د نورو ضلعو په څېر دوی ته په باجوړ کې هم د ترهګرۍ ګواښونه شته او د تيرو 20 ورځو راهسې امنیتي ځواکونه سېوا کړی شوي او د باجوړ سکاوټس سره پولیس په شريکه عمليات جاري ساتي.

څيړونکي وايي د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو او ځانګړي ډول قبايلي ضلعو کې وسله وال بريدونه سېوا شوي نه يواځې ټي ټي پي بلکې داعش هم شتون لري او که د دغو دواړو ډلو بريدونه يو ځای پېل کيږي نو دا خطره به ډېره سېوا کيږي.

څيړونکی خبريال رفعت اورکزی وايي، داعش په باجوړ کې د تيرو درېو مياشتو نه داسې بريدونه کوي نه يواځې امنیتي ځواکونه په نخښه کوي بلکې سياسي خلک هم په هدف کوي او پرله پسې بريدونه يې څرګندونه ده چې دا ډله دلته شتون لري خو پرضد يې بيا عمليات داسې پياوړي نه ښکاري.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، دلته تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي يو غټ تنظيم دی بريدونه يې سېوا کړي، تش په نوم اوربند په ځای پاتې دی خو د دوېم ستمبر نه دغه ډلې تراوسه پورې د 30 پورې بريدونو زمه وارۍ منلي دي بل لور ته د امنیتي ځواکونو د عملیاتو دعوې هم کيږي.

خو نوموړی وايي که کوټلي ګامونه پورته نه شو نو دا بريدونه به سېوا شي او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت راتلو وروسته داعش خپل عمليات زيات کړي په افغانستان کې يې حملې سېوا کړي او ورسره په پاکستان کې هم يې حملې پېل کړي نو دا ډېر غټ چېلنج جوړيږي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر عرفان اشرف وايي، داعش دا بريد ډېر ورځې وروسته کړی ځکه چې په وروستیو کې ټي ټي پي خپل بريدونه سېوا کړي خو د دې بريد نه وروسته دا ظاهريږي چې نه يواځې ټي ټي پي د پاکستان عسکر په نخښه کوي بلکې داعش هم د ټي ټي پي په څېر هدفي عمليات کوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د داعش دلته موجودګي نوې خبره نه ده او داعش د دې تازه بريد د لارې بيا دا څرګندونه کوي چې دلته شتون لري او بريدونه کولی شی.

د نوموړي په خبره پاکستان ته به خپلو پاليسيانو ته کتل وي چې د ښو او بدو وسله والو تاثر ختم کړي او که دغه پاليسي پرې نه ږدي نو دا ترهګري به نوره سېوا کيږي او په ځانګړي ډول پښتنه سيمه به ترې ډېره اغېزمنيږي.

داعش د روان کال د مارچ په مياشت کې د پېښور په کوچه رساله دار کې د شيعه مسلک لرونکو په جماعت ځانمرګي بريد کړي وو، چې پکې د 60 نه زيات کسان وژل شوي وو، له دغې وروسته داعش په پېښور کې د پوليسو، سيکانو، او په نورو بريدونو کې يې جمعيت علمااسلام ف ډلې د غړو سره په پولیو ټیم د بريد زمه واري هم منلې وه.

داعش په دې وروستيو کې د بریدونو زياتې زمه وارۍ نه دي منلي خو بل لور ته د خېبرپښتونخوا پوليس وخت په وخت د داعش پرضد عمليات کوي او د ځینو ترهګرو د وژلو دعوې یې هم کوي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​