شاته

پاکستان دې د قرض غوښتلو د پاره افغانستان نه بدناموي - عباس ستانکزی

واشنګټن- د افغان طالبانو د حکومت معاون خارجه وزير شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې يوې غونډې ته په خپله وينا کې ويلي د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بهټو هغه وينا په کلکو ټکو غندي چې د طالبانو اسلامي امارت او افغانستان د ترهګرو په پالنه تورنوي.

د ستانکزي د وينا ويډيو په سوشل ميډيا خوره شوې چې هغه پکې وايي “پاکستان که اقتصادي مشکل لري، آی اېم اېف سره په تور لېسټ کې پروت دی، دنيا قرض نه ورکوي، هر چاته چې ټيليفون وکړي دوست ملکونه او اسلامي ملکونه يې ټيليفون نه پورته کوي چې قرضه ورکړي. چې نه يې درکوي دا ستا مشکل دی چې په هره لاره يې پيدا کولی شې وايې خله. په سود قرض غواړي څوک يې نه ورکوي. خو داسې مه کوه چې د افغانستان او د خلکو په قيمت داسې خبرې وکړې چې افغانستان پرې بدنام کړې او ته پرې يو پينځه روپۍ ځان ته پيدا کړې."

دا وړومبی ځل دی چې د کوم لوړ پوړي طالب چارواکي لخوا په پاکستان دومره نېغ په نېغه انتقاد مخې ته راغلی وي او وجه يې د پاکستاني وزير اعظم او وزير خارجه په ملګرو ملتونو او امريکايي ميډيا کې هغه خبرې دي چې د طالبانو حکومت يې د نړيوالو ترهګرو په پالنه تورن کړی دی.

ستانکزي ويلي ښاغلي شهباز شريف او ښاغلي بهټو ته دا خبره کوي چې "تاسو کله سټيج ته وخېژئ او مايک مو لاس ته راشي او شا و خوا مو ټوله غربي نړۍ ولاړه وي نو بيا دومره مه مغروره کېږئ چې خپله ژبه درنه هېره شي."

هغه وويل “ماسک مو د خلې اوباسئ د خلې اختيار مو د لاسه اوځي او د بل د خوشحالولو د پاره دا کار وکړئ او دا بيا د يو ملک د حيثيت او ابرو په قيمت دا کار کوئ."

هغه وويل دی پوهيږي پاکستان ډېر په مشکل کې دی او اوسني سيلابونو بې شمېره خلک اغېزمن کړي پاکستان يې د خاورو سره خاورې کړو او کښت و زراعت يې ټول ورختم کړی.

شېرمحمد عباس ستانکزي وويل "ټول اسلامي امارت او افغانان په دې غميزه کې د پاکستان سره ولاړ دي او څه چې يې هم د وسه کيږي هغه ورسره شريکوي."

هغه زياته کړه عين په دغه وخت کې د پاکستان د صدراعظم او وزير خارجه دغه عمل په کلکو ټکو غندي هم او چاته هم دا اجازت نه ورکوي چې د افغانستان د اسلامي امارت او د دې انقلاب په خلاف خبرې وکړي.

د افغانستان په سر د نړۍ سره د پاکستاني تجارت په ترڅ کې ستانکزی چې په ښکاره غصه او خفه برېښېدو وايي “بس دی دا تجارتونه ډېر وشو. شل کاله دا تجارت وشو. اسناد مونږ سره پراته دي. ټول شواهد او اسناد لرو. وخت بدليږي رابدليږپږی. د قرآن عظيم الشان ايت دی چې د خلکو په منځ کې دا وختونه بدليږي رابدليږي. تل به افغانستان په دې حالت کې نه وي او تل به تاسو هم په دې حالت کې نه يئ."

ستانکزي دړکه ورکړه چې بيا به د هرې مرمۍ د هر توپ او نور څه حساب کتاب کيږي او په پاکستان يې غږ وکړو چې پرېږدئ افغانستان پس له څلويښتو کالو نور روغ شي. بدن يې زخمي زخمي دی، او "که مرحم نه شئ راکولی تداوي نه شئ راسره کولی زما په زخمونو ملګه مه دوړوه”.

په دغه وينا کې ستانکزي د امريکايي ډرون افغانستان ته د تلو ذکر هم وکړو او په اشاره سره يې وويل دا ډرون د کومې لارې افغانستان ته ورځي؟ د القاعده د مشر ايمن الظواهري په کابل کې د ډرون په بريد کې د وژنې وروستو د طالبانو چارواکو لخوا په پاکستان تور لگېدلی و چې امريکا د پاکستان فضا استعمال کړې خو پاکستان ويلي وو د دوی مزکه نه ده استعمال شوې.

ستانکزي د طالبانو په حکومت هم غږ وکړو چې د جينکو د تعليم اجازت دې ژر تر ژره ورکړي ځکه دا بندېز نه اسلامي او نه کوم بل جواز لري چې جينکۍ د سکولونو نه لرې وساتي.