شاته

عباس ستانکزی: هیڅ شرعي دلیل نشته، د نجونو بند ښوونځي باید ژر تر ژره پرانیستل شي

په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بندېدو څخه د یو کال په تېرېدو سره د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین یو ځل په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو باندې ټینګار وکړ.

شېر محمد عباس ستانکزي د سې شنبې په ورځ سپټمبر ۲۷ (تلې پنځمه) په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې هیڅ څوک د تعلیم له فرضیت څخه انکار نشي کولای او په وینا یې ټول خلک د ښوونځیو خلاصول غواړي.

ښاغلي ستانکزي همدارنګه وویل چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندېدو په اړه هیڅ شرعي دلیل وجود نلري او ټينګار یې وکړ چې د افغانستان ټول جید علماء پر دې باندې موافق دي چې باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه برابره شي.

هغه وویل: "دا ما څو څو ځله ویلي دي اوس بیا په سریحو الفاظو سره وایم چې دا تعلیم پر نر او ښځه باندې فرض دی. تر ټولو مهمه خبر داده چې تعلیم او تربیه باید خلاصه شي. له تبعیض پرته د نر او ښځې پر مخ خلاصه شي. علماء شته، هیڅوک د دې له فرضیت څخه انکار نشي کولای، دا مطلق فرض دی په نر او ښځه باندې. ژر تر ژره باید په افغانستان کې د مدرسو او مکتبو دروازې د ټولو پر مخ خلاصي شي. دا به پکې نوي چې احمد به ځي، محمود به نه ځي. ټول به ځې په دې برخه کې به تبعیض نوي.که موږ غواړي ملي وحدت قایم کړو باید د تعلیم دروازې د ټولو پر مخ خلاصې کړو او ټولو ته په ازادنه توګه د تعلیم زمینه برابر کړو."

دا په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت یو کال په تېرېدو په دغه هیواد کې تر امر ثاني د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي بند شوي دي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

طالب چارواکو تر دې مخکې د نجونو ښوونځيو بندېدو په اړه بېلابېل دلایل وړاندې کړي و چې یو له هغه څخه یې د امکاناتو او مناسب چاپېریال رامنځته کول و.

میاشت مخکې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت پخواني سرپرست نورالله منېر بیا د نجونو ښوونځيو بندېدو لامل فرهنګي مشکلات بللي و او ادعا یې کړې وه چې د لیري پرتو سیمو خلک نه غواړي خپلې پیغلې لوڼې ښوونځيو ته ولیږې چې د نوموړي څرګندونو پراخ غبرګونونه وپارول.

خو تر هغه مخکې بیا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ملي تلویزیون سره مرکه کې ویلي و چې د نجونو ښوونځي د دیني محلوظاتو په دلیل بند پاتې دي. ښاغلي مجاهد زیاته کړې: "دغه مسله دیني اړخ لري. د کورنیو علماو توافق ته اړتیا لري."

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سياسي معین شېر محمد عباس ستانکزي نن پخپلو څرګندونو د پوهنې وزارت اړوند مامورینو باندې د انتقاد په ډول غږ وکړ چې په دې برخه کې خپلې ستونزې او مشکلات ژر تر ژره حل کړي.

ښاغلي ستانکزي وویل: "یوه له دلایلو څخه یې دادی چې زمینه مساعده وي، زموږ د تعلیم او تربیې د محترم کار کوونکي او مدیر صاحبان پدې باندې مکلف دي او دا د دوی دنده ده چې دا کار وکړي. هغه ستونزې چې دوی هر وخت دلایل وایي چې موږ مشکل لرو. نن سبا، بل سبا، بل سبا، دا باید حل کړي څومره ژر چې کیږي باید حل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده تېره اونۍ د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر له پوهنې وزارت څخه تبدیل او پر ځای یې د کندهار د ولایتي شورا مشر ملا حبیب الله اغا وټاکه.

نوموړي زیاته کړه د ښوونځيو پر بندېدو چې څومره وخت تیریږي مشکلات زیاتیږي او په خبره ملت له حکومت څخه فاصله نیسي چې په خبره یې باید دا ستونزه هواره شي.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندېدو په اړه د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو په دوام د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لېسې او متوسطه ښوونځيو د بندېدو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون ډالر زیان رسولی دی.

د څه باندې یو کال په تېرېدو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. تر دې مخکې د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري ویلي و که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي باید د نجونو او ښځو حقوقو تامین ته پام وکړي.