شاته

بنګله دېش کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د مړو شمېر ۶۸ ته ورسېد 

په بنګله دېش کې چارواکي وايي چې د «بودا» ښارګوټي ته نژدې د «کاراتویا» په سیند کې د هندي‌ زیارت کوونکو د کښتۍ چپه کېدل او ډوبېدل په تېرو څو کلونو کې د خپل ډول لومړۍ مرګونې پېښه ده.

چارواکي وايي چې په دې پېښه کې ۶۸ کسان مړه شوي‌ دي. په مړو کې یې ۱۷ ماشومان دي او په خپرو شویو ویدویوګانو کې ښودل کېږي چې په مړو کې یو شمېر ځوانان هم شامل دي.

په دغې وړې کښتۍ کې ناست اکثریت کسان د «بودشواري» معبد ته روان وو چې کښتۍ یې چپه شوه، د دغې پېښې ځینې صحنې په تیلیفونو کې ثبت شوې دي.

د بودا د سیمې د پولیسو مشر سجی کمار روی د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د اطفايي د مامورانو په ګډون لامبووهونکي او کلیوال د اوبو ژورو ته ښکته شوي وو چې مړي پیدا کړي.

په کښتۍ کې د پولیسو چارواکو په وینا ۹۰ تنه سپاره وو چې ۵۰ یې هندي زیارت کوونکي وو.

کمار روی وویل: «موږ نن سهار بیا پلټنه پيل کړه او ژغورونکو ځینې مړي‌ وموندل، لا هم ځینې کسان ورک دي..»

د عبدالرزاق په نامه د پولیسو یو محقق وویل چې په مړو کې ۳۰ ښځې دي او «یوه کمېټه ټاکل شوې چې د پېښې علت معلوم» کړي.

د مقاماتو په وینا هرکال په بنګله دېش کې زرګونه هندوان د «بودشواري» معبد زیارت ته ځي. د یکشنبې په ورځ بنګله دېش کې د هندوانو لوی جشن «درګا پوجا» پيل شوی او په دې ورځ هم ډېر هندوان دغه معبد ته ځي.

په بنګله دېش کې ډېر کله د کښتۍ ډوبېدو د پېښو لوی علت د کښتیو د محافظتي سیستم خرابوالی وي.

تېرکال د جون په میاشت کې په ډهاکه کې یوه کښتۍ له بلې سره تر جنګېدو وروسته ډوبه شوه او ۳۲ تنه په کې مړه شول. په ۲۰۱۵ کال کې هم یوه بله کښتۍ د کارګو له یوې کښتۍ سره وجنګېده او لږ تر لږه ۷۸ کسان په کې مړه شول.