شاته

امریکا د پاکستان او هند ترمنځ په «رغنده» اړیکو ټینګار کوي 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې ۴) ناوخته وویل چې له خپل پاکستاني سیال سره یې له ګاونډي هند سره د مسوولانه اړیکو د مدیریت کولو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي بلینکن دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د هند د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د امریکا له هغې پرېکړې سره مخالفت وکړ چې پاکستان ته یې د امریکایي د اف ۱۶ جنګي الوتکو لپاره د ۴۵۰میلیون ډالرو په ارزښت د مرستې یوه بسته ورکوي.

ښاغلي بلینکن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره له لیدنې وروسته د جزیاتو د وړاندې کولو پرته وویل: "نن زموږ په خبرو اترو کې، موږ له هند سره د مسؤلانه اړیکو د مدیریت په اهمیت خبرې وکړې."

د پاکستان سره د F-16 د معاملې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرایس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا له هند او پاکستان سره مستقلې اړیکې لري.

ښاغلي پرایس یوې خبري غونډې ته وویل: "هغه اړیکې چې موږ له هند سره لرو، په خپل ځای دي؛ هغه اړیکې چې موږ یې له پاکستان سره لرو، په خپل ځای دي." ښاغلي پرایس زیاته کړه، "موږ همداراز غواړو چې هر هغه څه وکړو چې په وس مو دي چې دا ګاونډیان یو له بل سره داسې اړیکې ولري چې څومره ممکنه وي رغنده وي."

په اټومي وسلو سمبال هند او پاکستان درې جګړې کړي، په ځانګړې توګه د کشمیر د مسلمان اکثریت میشته همالیایي سیمې پر سر.

په ۲۰۱۹ کې، دوی په یو هوايي جګړه کې ښکیل شول چې په ترڅ کې یې هند وویل چې دوی د پاکستان یوه F-16 الوتکه د خپلې یوې جیټ الوتکې له راغورځولو وروسته ویشتلې ده. پاکستان دا خبره رد کړه چې ګواکې د دوی یوه ایف ۱۶ ډوله الوتکه نسکوره شوې ده.

هند او پاکستان چې په ۱۹۴۷ کې د بریتانوي هند د ویشل کیدو وروسته ددغو دوو هیوادونو د خلکو ترمینځ اړیکه، په مجازي توګه د ۲۰۱۹ کال د هوایي جګړې وروسته پای ته ورسیدله.

خو د هند او پاکستان اړیکې په ۲۰۰۸ کال کې د ممبای ښار پر یو هوټل باندې د ترهګریذ برید وروسته چې پړه یې په پاکستان کې میشت لشکر طیبه سخت دریځه ډلې باندې اچول شوې او ١٦٦ کسان په کې وژل شوي وو، ددغو دوو هیوادونو اړیکې نورې هم خرابې شوې دي.