شاته

طالب چارواکی: د نجونو زده کړو په مخالفت کې هیڅوک شرعي دلیل نه لري

د طالبانو د حکومت یوه جګپوړي چارواکي یوځل بیا له خپلو مشرانو غوښتي دي چې د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزي چې پخوا له متحدوایالتونو سره د سولې په خبرو کې مشر مرکچي هم و، یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دوی حکومت باید نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته سمدستي د نجونو پرمخ د منځیو ښوونځیو او لېسو دروازې وتړلې.

د طالبانو مشرانو که څه هم ویلي دي چې د نجونو له تعلیم سره مخالفت نه لري او یادونه کوي چې په دې اړه د پرېکړې لپاره یوې کمیټې ته دنده سپارل شوې خو عملاً یې په نامعلومو دلایلو په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی.

ستانکزی چې د طالبانو په مشرانو کې په سپینو خبرو مشهور دی، نن په کابل کې د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې د تعلیم په مخالفت کې هېڅ راز شرعي دلایل نه شته.

د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزي وویل: "په صریحو الفاظو وایم چې تعلیم پر نر او ښځې فرض دی. هیڅوک د دې له وجود او فرضیت څخه انکار نه شي کولای. دا مطلق فرض دی. پر نر او ښځې فرض دی. هیڅوک هېڅ راز دلیل نه لري بې له دې چې یا به یې د طبیعت خبره وي چې زه دا نه منم یا دا ده یا هغه ده، خو شرعي دلیل هیڅوک نه لري."

ستانکزي د طالبانو پر مشرانو غږ وکړ چې ژرترژره هلکانو او نجونو ته د زده کړو امکان برابر کړي او د ښوونځیو دروازې د ټولو پرمخ پرانېزي.

هغه د ملي وحدت د ټینګښت لپاره هم دا کار مهم وباله.

خو په همدې غونډه کې د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد حنفي د ښاغلي ستانکزي نظر رد کړ.

د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد حنفي
د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد حنفي

هغه د دې استدلال پر وړاندې چې تعلیم فرض دی په ځواب کې وویل چې علم فرض نه بلکې مباح دی او زیاته یې کړه چې کله د مباح او د امیر د حکم ترمنځ تعارض راشي د امیر حکم واجب ګرځي.

شېرمحمدعباس ستانکزي د نجونو د تعلیم په اړه مخکې هم دې ته ورته څرګندونې کړې وې، خو داسې ښکاري چې د طالبانو لوی مشر او نورو باصلاحیته غړو د ده دا غوښتنه له پامه غورځولې ده.

دا څرګندونې د طالبانو په مشرتابه کې د نجونو د تعلیم پرسر د مخالفت څرګندونه هم کوي ځکه له دې مخکې د طالبانو د لوی مشر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم ویلي و، چې دی د نجونو له تعلیم سره مخالف نه دی.