شاته

ایران کې په مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۷۵ ته ورسید، غیر دولتي مؤسسه

یوه غیر دولتي مؤسسه چې مرکز یې د ناروې د اوسلو په ښار کې دی وایي په ایران کې په ولسي مظاهرو کې تر اوسه د ۷۵ څخه ډیر کسان وژل شوي.

سره لدې چې د ایران حکومت د امنیتي ځواکونو د غړیو په ګډون یوازې د ۴۱ کسانو د مړینې خبر ورکوي خو د ایران د بشري حقونو په نامه دغه مؤسسه بیا وایي چې ۷۶ کسان وژل شوي.

عیني شاهدانو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دوشنبې په شپه هم د ایران په ګڼ شمیر ښارونو کې خلکو ولسي مظاهرې کړي او ایراني چارواکو د مظاهره چیانو د ځپلو په لړ کې څه باندې ۱۲ سوه کسان نیولي دي.


ځیني ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي پکې اوریدل کیږي چې مظاهره چیان د "مرګ په دیکتاتور" شعارونه ورکوي او غواړي چې په ایران کې د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه ایي څه باندې ۳۰ کلنه واکمني پای ته ورسیږي.

په عین حال کې ځینې ویډیوګانې چې د ایران د بشري حقونو ډلې خپرې کړي پکې ښودل کیږي چې امنیتي ځواکونه د تبریز په ښار کې په مظاهره چیانو اوښکې بهونکی ګاز کاروي خو خلک بیا هم خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي.

نړیوال غبرګونونه:

په ایران کې د سپټمبر د ۱۶ مې نیټې راپدیخوا چې د مهسا امیني په نامه ۲۲ کلنه ځوانه نجلۍ د پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته لومړی کوما ته ولاړه او وروسته یې په روغتون کې سا ورکړله، ولسي مظاهرې پيل شوې.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل ویلي چې د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا د مظاهره چیانو خپل " نه منل کیدونکی او نه توجیه کیدونکی" اقدام دی او همدارنګه یې د ایراني چارواکو لخوا د انټرنیټ په بندولو اندیښنه څرګنده کړې.

فرانسې هم د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا د مظاهره چیانو ځپل په سختو ټکو غندلي او جرمني په برلین کې د ایران سفیر ور غوښتی و چې پدې هکله وضاحت ورکړي او کاناډا بیا په ایران د نورو بندیزونو اعلان کړی.

همدرانګه د امریکا د خزانې وزارت د ایران د اخلاقي امنیت په پولیسو د "ایراني میرمنو د ځورولو، پر هغوي د تشدد کولو او د سوله ایزو مظاهره چیانو د حقونو څخه د سرغړاونو د تورونو" له کبله بندیزونه ولګول.

د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې سپټمبر ۲۲ په یوې اعلامیې کې د ایران اخلاقي پولیس د "۲۲ کلنې مهسا امیني چې د نامناسب حجاب کولو په تور نیول شوې وه" د مړینې مسؤل وبلل.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د ایران د امنیتي ادارو ۷ جګپوړي غړي چې اخلاقي امنیت پولیس، اطلاعاتو وزارت، د پوځ ځمکنۍ قواوې، د بسیج مقاومت ځواکونه او انتظامي ځواک پدې بندیزونو کې شامل دي.

په اعلامیې کې ویل شوي، " دا چارواکي د داسې ادارو مشري کوي چې په معمول ډول د سوله ایزو مظاهره چیانو، د ایران د مدني ټولنې غړیو، سیاسي مخالفینو، د میرمنو د حقونو فعالینو او بهایي ټولنې د غړیو د ځپلو لپاره د تشدد څخه کار اخلي."

د ایران د بشري حقونو د ادارې مشر محموم امیري مقدم په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د مظاهره چیانو د وژل کیدو او شکنجې د مخنیوي لپاره دې عملي ګامونه واخلي.

دې ادارې د مړینې داسې تصدیقونه تر لاسه کړي چې پکې ښودل کیږي امنیتي ځواکونو مخامخ په مظاهره چیانو ډزې کړي او وژلي یې دي.