شاته

امریکا غږ په ایران کې د خبریالانو نیول کیدل وغندل

امریکا غږ په ایران کې د هغو خبریالانو په نیول کیدو اندیښنه ښودلې چې د پولیسو لخوا د یوې ځوانۍ نجلۍ تر وژل کیدو وروسته په هغه هیواد کې یې د ولسې مظاهرو په هکله راپورونه ورکول.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو ویلي چې لږ تر لږه ۲۰ خبریالان نیول شوي.

په نیول شویو خبریالانو کې نوید جمشیدي هم دی چې د خبریالانو د نړیوال فدارسیون غړی او آسیا نیوز – ایران مدیر مسؤل هم دی.

د ایران امنیتي ځواکونو ښاغلی جمشیدي د همدې روانې سپټمبر د میاشتې په ۲۴ مې په تهران کې د هغه په کور کې ونیوه. هغه تازه د امریکا غږ د فارسي څانګې سره مرکه هم کړې وه.

د ایران امنیتي ځواکونو دا ندي ویلي چې ښاغلی جمشیدي یې ولې نیولی.

د امریکا غږ په اعلامیې کې ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو غړي په زور د دې خبریال کور ته ننوتل او د هغه لپ ټاپ کمپیوټر، ځیرک ټیلیفون او یادداشتونه یې د ځان سره یوړل.

په خبریالۍ کې د میرمنو ائتلاف د معلوماتو له مخې ایراني چارواکو د مظاهرو د پیل راهیسې ۷ خبریالانې هم نیولي دي. دې ادارې تازه ویلي چې ایران د ښځینه خبریالانو لپاره د کار کولو تر ټولو خطرناک هیواد شوی.

د امریکا غږ سر پرستې مشرې یولانډا لوپیز په ایران کې د خبریالانو د نیول کیدو په هکله په اعلامیې کې ویلي چې "ایران د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خطرناک او ځپونکی هیواد دی."

میرمن لوپیز زیاته کړې چې "د ایران ولس معلوماتو ته د خنډ پرته لاس لرلو حق لري او دا چې امریکا غږ په ایران کې د ملګرو خبریالانو سره ولاړه ده."

د امریکا غږ سرپرستې مشرې په اعلامیې کې په خوندي توګه د دې خبریالانو د خوشې کیدو هیله څرګنده کړې ځکه د هغې په قول "د مطبوعاتو آزادي مهمه ده."

په اعلامیې کې ویل شوي چې امریکا غږ ژمنه ده چې د ایران ولس ته دقیق او بې پرې خبرونه او معلومات برابر کړي او د ایران د رژیم لخوا د سانسور کیدو او غلطو معلوماتو سره د مبارزې ژمنه هم کوي.