شاته

ای اېف پي: په ایران کې د حجاب په سر مظاهرو کې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي دي

په ایران کې د حجاب په سر احتجاجونو کې ای اېف پي خبري اداره وايي لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي او چارواکو ویلي د ۱۲۰۰ نه زیات مظاهره چیان ګرفتار شوي دي.

ای اېف پي وايي په ایران کې د مظاهرو په ترڅ کې د ایران او مغربي ملکونو په منځ کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. يورپي یونین ویلي ایران د مظاهره چیانو خلاف د طاقت غیرمناسب استعمال کوي او جرمني د ایران سفیر طلب کړی و.

د خالي، شنبې، په ورځ ایران د برطانيي او ناروی سفیران د احتجاج دپاره خارجه وزارت ته بللي وو.

د پولیس په ولکه کې د دوویشت کلنې مهسا امیني د مرګ وروسته په ایران کې احتجاجونه شروع شوي دي. وېل کېږي چې هغه حجاب په مناسب ډول د نه اغوستلو په الزام نیول شوي وه. د ایران ترڅنګ په نورو ملکونو کې هم د مهسا امیني د مرګ وروسته مظاهرې شوي دي.

د ايران نیم سرکاري خبري‌ ادارې اېرنا د اتوار په ورځ وېلی دي چې ایران د برطانيه او ناروۍ غندنه کړی او په هېواد کې يې د يوې ښځې په حراست کې د وژنې وروسته د احتجاجونو ته په مطبوعاتو کې د ډېر ځای ورکولو ګام د ایران په کورنیو چارو کې لاس وهنه بللی ده.

د ایران چارواکي دا خبره تکراروي چې د پېښې پلټنې به کوي.

د ایران خارجه وزارت د خالي‌ په ورځ د برطانيې او ناروی سفيران خارجه وزارت ته بللي وو خپله ناخوښي یې ورته څرګنده کړه.

تهران په دغه موقع په لندن کې د فارسۍ ژبې د ميډیا د دوي په وېنا د دښمنانه خوي ذکر وکړو او ناروۍ ته يې د دوي د سپېکر په ټويټر باندې د احتجاج کونکو په مرسته کې د ټويټ یادګیرنه وکړه او دا يې د لاس وهنې سره تعبیر کړو.

د ستمبر د میاشتې په شپاړسمه نېټه د مهسا امیني د وژل کېدو وروسته احتجاجونه شروع شوي دي چې په تېرو څو کلونو کې د ایران د حکومت خلاف تر ټولو لوی مظاهرې دي.

د امريکې د صدر جوباېډن د قامي امنیت مشیر جېک سېولېوان د ای بي سي ټېلې وژن دېس ويک خپرونې ته وېلی دي چې ایران کې احتجاج کونکي د وقار او حقونو مستحق دي او امریکا يې حمایت کوي.

ده زیاته کړه چې کوم خلک د خپل حقونو د پاره اواز پورته کوي امریکا د هغوي ملا تړ کوي.‌

د ای اېف پي ترمخه د ایران د عدليې په انلاېن ويب پاڼه مېزان باندې د ایران د عدليې مشر غلام حسېن محسېني ايجۍ د اتوار په ورځ چې هغه کسانو سره دې نرمي ونه ښودل شي چې په هېواد کې په ناقرارۍ کې لاس لري.

د ای اېف پي ترمخه د یورپي یونين د خارجه چارو د پاليسۍ مشر جوزف بورېل د احتجاج کونکو خلاف د ایران هلې ځلې نامناسبه او د نه قبلولو وړ بللی دي.

د یورپي یونین په یو بېان کې بورېل وېلی دي چې د ایراني چارواکو د خوا په انټرنېټ د بندیزونه د رای د ازادۍ سرغړونه ده.‌

ځينو ایراني ښځو د خلکو ترمخې خپل وېښته قېنچي‌ کړی دي او چا خپلې څادرې سوځولی دي. احتجاج کونکو د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي د لرې کولو غوښتنې هم کړي دي.

د ایران سرکاري ټيليوژن وېلی دي چې تر دې دمه یو څلوېښت کسان مړه شوی دي. او حکومت د نورو احتجاجونو او تشدد د مخینوي په خاطر د انټرنېټ او موباېل ټېلېفونونه ته لاس رسی محدود کړی دی.

ای پي خبري اژانس د نیم سرکاري خبري ادارې فارس په حواله وېلی دي چې احتجاج کونکو د پاسېداران انقلاب د رضاکاره ډلې بسيج یو غړی وژلی دی. او دغسې شخصي کاروبارونو ته هم زیان رسولی شوی دی.

د فعالينو د ۱۵۰۰تصوير په نامه ټويټر اکاؤنټ‌ باندې د تهران په مغربي ضلع ستار خان کې د احتجاج کونکو ويډیو ګانې شريکې کړل شوی دي، په کوم چې اوازونه راځي ؛ ما ویرېږی، مونږ ټول په دې کې یوځآی یو. په ويډیو کې د پولېس یو موټر ساېکل ښکاري چې احتجاج کونکو ورته هور ورته کړی دی.

په یوه بله ويډیو کې ښکاري چې د ایران په شمالي ښار ببول کې ځوانان د یونیورسټۍ د دروازې مخې ته د خامنایي او د ایران د اسلامي ریاست باني ایت الله روح الله خومېني پوسټرې سوځوي او ولاړ خلک امریت دې مړ شي نعرې وخي.‌

د ایران صدر ابراهيم رئسي د پوليس په حراست کې د اميني د وژنې د پېښې د پلټنو امر کړی. تېره هفته د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وېنا په وخت رئسي په خپل هېواد کې د اميني د وژنې ذکر نه دی کړی خو د امریکا د خوا په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګولی وو.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي