شاته

مردان: ټي ټي پي د استخباراتي ادارې د يو چارواکي د وژلو دعوه کړې

د خېبرپښتونخوا د دوېم غټ ښار مردان پوليس وايي، د استخباراتي ادارې [اېنټيليجنس بېورو يا ايي بي] يو 52 کلن چارواکی په ډزو وژل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان د دغه پېښې زمه واري منلې ده.

د مردان ضلعې د سټي پوليس تاڼې چارواکي [محرر] صديق خان وي او اې ډيوه ته ويلي، چې د استخباراتي ادارې [اې اېس ايي] 52 کلن کفايت الله تيره شپه د ماسخوتن د نمانځه په مهال نامعلومه وسله والو په هدف کړی دی.

د نوموړي په وېنا کفايت الله د مردان په جان اباد علاقه کې په نمانځه وو چې نامعلومه وسله وال راغلي په هغه يې ډزې کړي چې پکې هغه په ځای وژل شوی او په پېښه کې دوه نور عام کسان ژوبل شوي دي.

پوليس چارواکي زياته کړې د پېښې مقدمه په مردان کې د ترهګرۍ ضد پوليس څانګې سي ټي ډي په تاڼه کې درج کړی شوې او پلټنې پېل کړی شوي دي.

لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان د دغه پېښې زمه واري منلې ده.

تحریک طالبان پاکستان چې د پاکستان د حکومت سره د روان کال د مې د میاشتې راهسې ډز بندي روانه ده، د روانې میاشتې ستمبر د دوېمې نېټې پورې يې د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د کومې پېښې زمه واري نه وه منلې.

خو له دوېم ستمبر وروسته يې د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د یو شمېر پېښو زمه وارۍ منلي چې پکې په سوات کې د امن کمېټۍ په مشر بمي چاودنه او پوځي سرتيرو باندې د بریدونو پېښې هم شامل دي.

په عېن حال کې نه ټي ټي پي او نه حکومت د ډز بندۍ ختمولو په رسمي ډول څه ويلي دي خو بل لور ته بيا دغه ډول پېښې کيږي او پوځ د وسله والو پرضد د عملياتو کولو دعوې هم کوي.

په پېښور کې څيړونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي، داسې ښکاري چې د ټي ټي پي سره د حکومت خبرې ولاړې دي، او چې دښمن ستا سره په ګاونډ کې وي د هغې نه بچ کېدل ګران وي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، داسې ښکاري چې دې ځل له ټي ټي پي په کوم ډول عمليات پېل کړي دا د مخکې نه بدل او خطرناک ښکاري او بل لور ته د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله وايي، چې هيڅ هم نشته نو دا د غېر سنجيدګۍ څرګندونه کوي.

هغه زیاته کړه که د دې پېښو مخنیوي ونه شو نو دا به په خېبرپښتونخوا کې ونه دريږي دا په ملک کې د هر چا کور ته ورسي.

درې ورځې و ړاندې په 23 ستمبر د شپې په مهال د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلع کې د عوامي نيشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي فېصل زېب په کور نامعلومه وسله والو ډزې کړې وې او دغه پېښې ته پوليسو د ترهګرو بريد ويلی وو.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د سپریم کورټ جج قاضي فایز عیسا ویلي وو کوم ترهګر چې سوات کې د ماشومانو جینکو په اسکولونو حملې کوي هغوي سره د چا په وینا او څه مذاکرات کولی شي؟.

قاضي فایز عیسا يوې غونډې ته په وېنا کې پوښتنه را ولاړه کړې وه چې ترهګرو سره د مذاکراتو اجازه چا ورکړې ده او چا دې ترهګرو سره د مذاکراتو کولو وړاندیز کړی دی ؟.

د فاټا ريسرچ سنټر د شمېرو ترمخه د خېبر پښتونخوا قبايلي ضلعو کې د جون د وړومبۍ نېټې نه تر12م ستمبر پورې په 97 پېښو کې د 150 نه زيات تنان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​