شاته

متحده قومونه دې د چین د مسلمانانو د اکثریت صوبه کې د انساني حقونو په اړه بحث وکړي، د امریکې غوښتنه

امریکې د ګل، دوشنبې، په ورځ د متحده قومونو د انساني حقونو شورا یو اېن هیومن رایټس کاونسل نه وغوښتل چې د چین د مسلمانانو د اکثریت صوبه سنکیانګ کې د انساني حقونو په خلاف ورزیو دې د بحث انتظام وکړي.

ای اېف پي خبري اداره وايي امریکې دغه غوښتنه د یو رپورټ مخې ته د راتلو وروسته کړې چې پکې په سنکیانګ کې د انسانيت خلاف د ممکنه جرمونو په اړه خبرداری شوی دی.

رپورټ وايي واشنګټن متحده قومونو ته په لومړي ځل یو قرارداد وړاندې کړی چې پکې د تنظیم د انساني حقونو شورا نه غوښتنه شوې چې خپله اینده ناسته کې دي د سنکیانګ د ویغورو په سیمه کې د انساني حقونو په صورتحال دې بحث وکړي.

ای اېف پي وايي خبري ادارې د قرارداد مسوده ليدلې ده او برطانيي، کېنېډي، سویډن، ډېنمارک، فن لېنډ، ایس لېنډ او ناروی د امریکايي قرارداد حمایت کړی دی.

ای اېف پي وايي د متحده قومونو د انساني حقونو څانګې مشرې مېشېل باچیلی په سنکیانګ کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه د ځنډ ښکار خپل رپورټ تېره میاشت شایع کړو چې پکې په سنکیانګ کې د انسانیت خلاف د ممکنه جرمونو ذکر شوی دی. د دغه رپورټ نه پس چین د فشار سره مخامخ دی.

د اګست په ۳۱ نېټه شایع شوی او پکې په سنکیانګ کې په خلکو د تشدد، خلکود ګرفتارۍ، د مذهب او د بچو د زېږولو د حقونو د خلاف ورزیو په اړه د باوري الزامات خبره شوې ده.

ای اېف پي وايي د انساني حقونو فعالان د ډیر وخت راهسې وايي چې بيجېنګ په سینکیانګ کې د انساني حقونو په خلاف ورزیو، د یو مېلین نه د زیاتو ويغورو په اجتعماعي ډول په بندي خانو کې په ساتلو او ښځې ماشومانو زېږولو د صلاحیت نه په محرومه کولو کې ککړ دی او د مېرمن باچيلې رپورټ په دغو الزاماتو د متحده قومونو د تصدیق مهر ولګولو.

ای اېف پي وايي بيجېنګ دغه رپورټ رد کړو او متحده قومونه يې د امریکي او د مغربي ملکونو "بدمعاش" او ملګری وبللو.

د رپورټ ترمخه چین په دې خبره ټینګار کوي چې په سیمه کې د تندورۍ د مخنیوي دپاره د هنري زدکړې مرکزونه چلوي.

ای اېف پي وايي د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې په وړاندې شوي قرارداد به د متحده قومونو د ۴۷ غړو شورا کې اینده هفته ووټونه کولی شي.

چین ویلي د شورا په غونډه کې به د قرارداد مخالفت کوي. د شورا د ناستې موجوده دوره چې دوه هفتې مخکې شروع شوې، تېره هفته ورته چين استازي لېږلې وو چې" حقیقت" څرګند کړي.

په سنکیانګ کې د چین د اطلاعاتو مرکز مشر ژو ګېزیانګ خبریالانو ته وویل د امریکايي قرارداد په ضد به مناسبت د اقدامات کوي. هغه وویل "مونوږ وېرېږوو نه نا. مونږ د جګړې دپاره تیار یوو."

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي‎