شاته

د پاکستان پوځي هلیکوپټر غورځېدلې، دوه پیلوټان او څلور عمله یې وژل شوي

د پاکستان یوې پوځي هلیکوپټرې لوېدو پېښه کې د دوو پیلوټانو په ګډون څلور عمله وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارې (ISPR) نن دوشنبه سپټمبر ۲۶ (تلې څلورمه) ویلي چې یادې هلیکوپټرې تېره شپه بلوچستان ایالت کې خوست ته نژدې هرنای سیمه کې د پرواز پر پرمهال سقوط کړی دی.

تر دا مهاله د دغه هلیکوپټرې د لوېدو پېښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د هلیکوپټرې د سقوط په پېښه کې د جګړن محمد منیب افضل او میجر خرم شهزاد په نومونو دوه پيلوټان وژل شوي دي.

په یاده پېښه کې د پاتې څلورو پاکستاني پوځيانو نومونه نایک جلیل،صوبدار عبدالواحد، محمد عمران او شعب ښودل شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چې د روان میلادي کال د اګست میاشتې پر دوهمه هم د دغه هیواد د یو هلیکوپتر د غورځېدو په پېښه کې دوه جنرالان او څلور نور سرتېري وژل شوي ‌وو.

د پاکستان پوځ د اګست دویمه (زمری لسمه) په یوې اعلامیې کې ویلي و چې دا کسان د سیلاب ځپلیو سره د مرستو لپاره تللي وو چې الوتکه یې د بلوچستان ایالت په غرنیزه سیمه کې د خرابې هوا له کبله غورځېدلې وه.

د یادونې وړ ده چې وړمه شپه د خیبرپښتونخوا ایالت اړوند په شمالي وزیرستان کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه پاکستاني عسکر هم وژل شوي وو.