شاته

اروپایي اتحادیه: په ایران کې د مظاهره چیانو ځپل نه منل کیدونکي او نه توجیه کیدونکي دي

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر په ایران کې د مظاهره چیانو ځپل "نه توجیه کیدونکی او نه منل کیدونکی" اقدام وباله.

جوسیپ بوریل د اروپایي اتحادیې په استازیتوب په یوې اعلامیې کې یکشنبه سپټمبر ۲۵ (تلې۳) ویلي چې د اروپایې اتحادیې او غړیو هیوادونو لپاره یې د سوله ایزو مظاهره چیانو پر ضد د "غیر مناسب او پراخې توګه قوې څخه کار اخیستل د نه منلو او نه توجیه کیدو اقدام دی."

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر پداسې حال کې د مظاهره چیانو په خلاف د ایران د امنیتي ځواکونو د کړنو په هکله دا څرکندونې کوي چې هاخوا ایراني چارواکو د نارامیو د مهارولو لپاره د هیڅ نرمۍ ښودلو ژمنه نده کړې.

په ایران کې وروسته تر هغه پراخې ولسې مظاهرې پیل شوې چې یوه ۲۲ کلنه نجلۍ د ایران د اخلاقي امنیت د پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته د کوما په حالت کې روغتون ته یوړل شوه او همالته مړه شوه.

سره لدې چې پولیسو ویلي مهسا امیني ناڅاپه د پولیسو په مرکز کې ولویده خو د هغې پلار وایي چې لور یې هیڅ ډول روغتیایي ستونزه نه درلوده.

د ایران د حکومت په رسمي ارقامو کې ښودل شوي چې پدې مظاهرو کې تر اوسه د امنیتي ځواکونو په ګډون ۴۱ تنه وژل شوي خو یوه غیر دولتي مؤسسه چې مرکز یې په ناروې کې دی، ویلي چې تر ۵۰ ډیر کسان په مظاهرو کې وژل شوي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر همدرانګه ویلي چې په شدیده توګه د انټرنیټ د خدماتو محدود کول او د وټس اپ په ګډون د ځینو نورو ټولنیزو شبکو بندول د اندیښنې وړ او د بیان د آزادۍ څخه "ښکاره" سرغړاونه ده.

د سپتمبر له ۱۶مې راهیسې دا مظاهرې چې زیاته د شپې له خوا کیږي، د ایران ډیرو ښارونه ته خپرې شوي او په سلګونو مظاهره کوونکي، اصلاح غوښتونکي او ژورنالیستان له پولیسو سره په نښتو کې نیول شوي دي.

د بشري حقونو د ملاتړ ډلو تور لګولی چې امنیتي ځواکونو پر مظاهرو چیانو باندې مخامخ او همدارنګه هوايي ډزې کړي دي. دا په داسې حال کې چې مظاهرو چیانو چې "مرګ پر دیکتاتورانو" شعارونه یې ورکول، امنیتي ځواکونه په ډبرو ویشتلي او د پولیسو موټرونه او دولتي ودانۍ یې سوځولي دي.

دا په تېرو دریو کلونو کې په ایران کې ترټولو پراخې مظاهرې دي چې زیاتره د ښځو له خوا رهبري کیږي. دوی د ایران د حکومت له خوا د جنسیت پر اساس پر ښځو باندې د لباس اغوستلو د اجباري قوانینو سره مخالفت ښيي.