شاته

نړیوال بانک د پاکستان سره د ۲ ملیارد ډالرو مرستو ژمنه وکړه

نړیوال بانک وایي د سیلاب ځپلي پاکستان سره چې سیلابونو او بارانونو پکې څه باندې ۱۶ سوه تنه وژلي دي، نږدې ۲ ملیارد ډالره مرستې برابروي.

د جنوبي آسیا لپاره د دې بانک مرستیال مارټین ریزر پاکستان ته د شنبې په ورځ د خپل رسمي سفر څخه وروسته په یوې اعلامیې کې دا اعلان کړی.

ښاغلي ریزر په سیلابونو کې د خلکو او څاریو په مړینې "ژور خفګان" څرګند کړی او ویلي یې دي چې د پاکسان د ولایتي او فدرالي حکومتونو سره په ګډه کار کوي چې زیانمنیو شویو کسانو ته عاجلې مرستې ورسیږي.

د نړیوال بانک دې چارواکي د پاکستان د سیند ایالت د اعلی وزیر او او فدرالي وزیرانو سره وکتل او همدرانګه یې د دادو ولسوالي وکتله چې تر ټولو ډیر پکې خلکو ته مالي او ځاني زیان رسیدلی.

پدې ولایت کې زرګونه موقتي روغتایي مرکزونه د خلکو د درملنې لپاره جوړ شوي. د پاکستان د اضطراري چارو ملي ادارې ویلي چې د وچکۍ (محرقې) ملاریا او ډینګي تبې له وجې تر اوسه ۳۰۰ کسان مړه شویدي.

د اوبو څخه د پیدا شویو ناروغیو په هکله اندیښنې دومره ډیرې شوي چې د روغتیا نړیوال سازمان سپټمبر ۱۷ پدې هیواد کې د سیلابونو څخه وروسته د بل آفت د راتګ خبرداری ورکړ.

د (ډبلیو اچ او) مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریسوس په یوې اعلامیې کې په پاکستان کې د سیلابونو څخه وروسته د ناروغیو او مړینې د یوې بلې څپې په په راتګ ژوره اندیښنه څرګنده کړې .

ښاغلي ګیبریسوس ویلي چې سیلابونو په پاکستان کې مهم روغتیایي مرکزونه زیانمن کړي او د ملیونونو کسان ژوند یې په خطر کې اچولی.

هغه زیاته کړې، " د اوبو اکمال ګډوډ شوی او خلک مجبور دي چې غیر صحې اوبه وڅښي خو که مونږ سمدستي عمل وکړو چې د خلکو روغتیا خوندي شي او ضروري روغتیایي خدمات خلکو ته ورسوو، کولی شو چې ددې راتلونکي بحران اغیز د پام وړ توګه راکم کړو".

پاکستاني چارواکو پدې تیرو دوو میاشتو کې د سیند ولایت ته ۱۰ زره ډاکټران، نرسان او نور د روغتیایي چارو مامورین لیږلي چې د سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.