شاته

د روسیې د ګازو او تیلو بدیل؛ امارات جرمني ته ګاز او ډیزل ورکوي 

متحده عربي اماراتو د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۵ د جرمني سره د «انرژۍ د تامینولو» یو تړون لاس لیک کړ چې دې هیواد ته مایع ګاز او ډیزل صادر کړي. برلین د روسیې د ګازو د بدیل په مقصد د انرژۍ د نویو منابعو په لټه کې دی.

پر اوکراین باندې د روسیې د فبرورۍ د میاشتې راهیسې د پوځي یرغل په غبرګون کې متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو پر روسیې باندې پداسې حال کې بندیزونه ولګول چې د جرمني په ګډون څو لویدیځ اروپایي هیوادونه د روسیې په ګازو او تیلو باندې متکي دي.

اروپایي ټولنې پر کرملین باندې د فشار د زیاتولو په مقصد پریکړه کړې چې د روسیې څخه د ګازو او تیلو واردات راکم کړي.

د اماراتو د صنعت وزیر سلطان احمد الجابر د جرمني سره د تړون د لاسلیک کولو پر وخت دا نوې موافقه "خورا مهمه" وبلله چې په وینا یې "د متحده عربي اماراتو او جرمني ترمنځ د انرژۍ ګړندی وده کونکی شراکت تقویه کوي".

د متحده عربي اماراتو دولتي خبري اژانس WAM د رپوټ له مخې د تړون د لاس لیک کولو پر وخت د جرمني صدراعظم اولاف شولتس هم حاضر و او پدې تړون یې خوښي وښودله.

ښاغلي شولتس پرون په سعودي عربستان کې د شهزاده محمد بن سلمان او نورو چارواکو سره له خبرو وروسته متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ او هلته یې د اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

د تړون د یوې برخې په توګه، متحده عربي امارات به "د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د LNG کارګو کښتۍ چمتو کړي، چې په شمالي بحیره کې د جرمني د وارداتو د برنسبوټل سمندري ترمینل ته به ګاز او تیل ولیږدوي.

د متحده عربي اماراتو د تیلو دولتي شرکت ADNOC د دې میاشتې په پیل کې جرمني ته د لومړي ځل لپاره په مستقیم ډول د ډیزلو لیږدول بشپړ کړل او ددې شرکت په وینا "په ۲۰۲۳ کې به هره میاشت ۲۵۰۰۰۰ ټنه ډیزل هغه هیواد ته ولیږدوي."

د جرمني مشر پر اوکراین باندې د مسکو د برید په پایله کې د روسیې د اکمالاتو د بدیل د لټولو او د خپل هیواد د انرژۍ د بحران د کمولو لپاره د انرژۍ د نویو معاملو د ترسره کولو په هیله خلیج ته سفر کړی.

ښاغلي شولتس د شنبې په ورځ په جده کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل او نن د یکشنبې په وروستیو کې به هغه د ګازو بډایه هیواد قطر ته ولاړ شي چې له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره خبرې وکړي.