شاته

کرکټ: انګلېنډ پاکستانۍ لوبډلې ته په 63 رنزونو ماتې ورکړې

د پاکستان او انګلېنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې روانو ټي ټيونټي / شل اووريزو سياليو کې انګلېنډ پاکستان ته په 63 رنزونو ماتې ورکړې ده.

د پاکستان او انګلېنډ ترمينځه درېمه سيالي تيره شپه د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې ترسره شوې ده.

د لوبې ټاس/پچه پاکستانۍ لوبډلې ګټلې او لومړی يې بالينګ اخستی وو.

مېلمه لوبډلې پاکستان ته په 20 اوورونو کې په درې لوبغاړو سوځېدو 221 رنزونه جوړ کړي وو.

د انګلېنډ په په لوبغاړو کې هېري بروک په 35 بالونو 81 رنزونه او بين ډکيټک په 42بالونو 70رنزونه جوړ کړي.

پاکستانو بالرانو کې عثمان قادر دوه او محمد حسنېن دوه لوبغاړي اوټ کړي دي.

د پاکستان شانواز داني باندې په څلورو اوورونو کې 62 رنزونه جوړ شوي دي.

د انګلېنډ د 221 رنزونو په ځواب پاکستان په اته لوبغاړو سوځېدو 158 رنزونه جوړ کړی شوي دي.

په پاکستانو لوبغاړو کې د محمد رضوان او کپتان بابر اعظم پشمول پينځه لوبغاړي د لسو نه په کمو رنزونو جوړولو سره اوټ شوي دي.

پاکستانيو لوبغاړو کې يواځيني زيات رنزونه شان مسعود کړي او په 40 بالونو په 65 رنزونو جوړولو کې کامياب شوی دی.

له دې نه په وړاندينۍ سيالۍ کې د پاکستان لوبډلې د انګلېنډ د 199 رنزونو هدف بغېر د کوم لوبغاړي سوځېدو پوره کړی وو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ سيالي هم انګلېنډ ګټلې وه.

څلورمه سيالي سبا د اتوار په ورځ هم د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې ټاکل شوې ده. د اووه سياليو پاتې درې سيالۍ به په لاهور کې کولی شي.