شاته

شهباز شریف م.م ته ویلي پاکستان کې سېلابونو ۱۱ میلینه خلک غربت ته ورغورځولي دي

واشنګټن - د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف ملګرو ملتونو (م.م) ته په خپله وینا کې ویلي، سېلابونو ۳۳ میلینه خلک ځپلي، ۱۱ میلینه یې د غربت (بې وزلۍ) تر کرښې لاندې کړي او د ناروغیو لړۍ یې پېل کړې ده.

ښاغلي شریف وویل، پاکستان د چاپیریال د بدلون او تودوخې قرباني دی خو خپله چاپیریال ته پاکستان د نشت برابر کاربن ګیس ورکوي. نوموړي وویل، د چاپیریال بدلون د پاکستان په غرونو واورې ویلي کړي او تودوخه ځنګلونه سوځوي او په هیواد کې د تودوخې درجه 53 سنټي ګریډه ته رسیدلې ده.

هغه د نړیوالو نه نېغ په نېغه د مالي مرستو غوښتنه ونکړه خو د پاکستان لپاره د م.م د ۱۶۰ میلینه اعلان شوو مرستو ته یې د ځواب ورکولو لپاره غږ وکړو.

د وینا وړاندې شهبازشریف امریکايي ټي وي بلومبرګ ته ویلي وو چې شتمنه هیوادونو نه به غوښتنه کوي چې د قرضو بیرته ورکولو کې ورته ځنډ ورکړي. خو دغه خبره يي (م م و) ته په وینا کې تکرار نه کړه. په پاکستان کې نزدې 138 بېلیونه ډالره پور دی او ښاغلي شریف ویلي راتلونکو دوو میاشتو کې د قرضو ځيني برخې ورکولو ته ژمن دی.

د خپلې وینا په اوله برخه کې ده وویل، پاکستان کې سیلاب 33 میلیونه خلک د صحت لويي خطر سره مخ کړي،56000 حامله ښځو خپل بچي د سیلاب له کبله په بی کورۍ کې زیږولي،1500 کسانو ژوند د لاسه ورکړی چې پکې 400 ماشومان هم دي.

وزیراعظم شهبازشریف وویل، د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیوګوټیریش خپله د سیلاب له کبله بدحالي لیدلې او له نړۍ څخه يي ددغه سیلاب ځپلو لپاره د مرستو غوښتنه کړې او باید چې نړۍ دغه غوښتنې زرترزره ځواب کړي.

ښاغلي شهبازشریف وویل په هیواد کې يي سیلابونو 13000 کیلومټره سړکونه وړي، یو میلیون کورونه په مکمله توګه ویجاړ شوي او میلیون نورو ته جزوي زیان رسیدلی دی. ده وویل 4 میلیونه ایکړه ځمکه باندې ولاړ فصلونه اوبو لاهو کړي دي.

د پاکستان وزیر اعظم د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان لپاره د کنګل شویو پنګو بېرته افغانستان ته د ورکول د افغان بانکي سیسټم د فعاله ساتلو لپاره مهم وبلل خو طالبانو نه یې داسې کومه غوښتنه ونکړه چې په هېواد کې دې ښځو ته د تعلیم او روزګار اجازه ورکړي.هغه البته وویل طالبان دې د نړۍ غوښتنې ومني.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې هغه افغانستان کې د ممکنه مېشتو ترهګرو ډلو، داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان، القاعده او د شرقي ترکستان تحریک نامې واخېستې او وې ویل د دوی او ترهګرۍ پر ضد ګامونه دې واخېستل شي.

لکه د بل هر پاکستاني مشر په شان، ښاغلي شریف په ننۍ وینا کې هم د کشمیر موضوع او هلته د هغه په وینا د هند د زور زیاتي یادونه وکړه.

نوموړي تور ولګوو چې په 5اګست 2019 هند په خپل ائين کې د کشمیر په اړه لوۍ بدلونونه وکړل او هلته يي تر نهه لکو پورې پوځ پرځائ کړی.

ده تور پورې کړو چې هند په کشمیر کې د هیواد نورو برخو نه خلکو ته د اوسیدلو اجازه ورکړې او هلته يي جائيدادونه واخېستل.