شاته

رپورټ: سېلابونو د نقصان له امله دې پاکستان نړیوال قرضونه  بېرته ادا کول وځنډوي

د متحده قومونو په یو یاداشت کې وېل شوي چې د سېلابونو دلاسه په هېواد کې د نقصان په سبب دې پاکستان د نړیوالو قرضونو بېرته ادا کول وځنډوي او قرض ورکونکو سره دې قرض بېرته ورکولو دپاره نوي نېټې وټاکي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د پاکستان د قرضونو د ادایګۍ په اړه دغه خبره متحده قومونو د پالېسۍ يا د تګلارې په یو یاداشت کې کړې او فاینېنشل ټایمز اخبار يې معلومات د جمعې په ورځ په خپل رپورټ کې شایع کړي دي.

اخبار وویل د متحده قومونو د ترقیاتي پروګرام یو اېن ډوېلپمنټ فنډ دغه یاداشت به دا هفته د پاکستان حکومت سره شرېکیږي. په یاداشت کې وېل شوي چې پاکستان دې د قرضونو بېرته ادا کولو دپاره قرضدارانو سره خبرې وکړي او نوي نېټې دې وټاکي چې دا ډول د هېواد پالیسي سازان یا تګلاره جوړونکي قرضونو د بېرته ورکولو په ځای دغه پېسې د سېلابونو وروسته د امداد په کوښښونو خرچ کولو ته ترجیح ورکړی شي.

روېټزر په خپل رپورټ کې وايي د پاکستان خارجه وزارت د دغه یاداشت په اړه ورته څه ځواب ور نه کړو او د پاکستان وزیراعظم او د اطلاعاتو وزیر ته په سمدستي ډول لاس رسی ونشو.

وزیراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل د متحده قومونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې یې د نړیوالو مشرانو سره په دریمه ورځ هم دوام ورکړی دی او د سېلاب د "بحران" په سر پاکستان سره همدردي او یوالی موجود دی.

شهباز شریف وویل وخت راغلی چې د هغه په قول د پاکستان سره دغه یوالی په کوټلي ګام کې بدل کړی شي او "په دې بحران قابو موندلو" د پاکستان مرسته وشي.

د پاکستان د اټکل مطابق، سېلابونو دلاسه ملک ته 30 بېلین ډالرو مالیت نقصان رسېدلی دی. پاکستان او د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس چې د سېلابونو د نقصان جاج اخیستلو دپاره یې د پاکستان دوره هم کړې، ویلي په پاکستان کې سږ کال درانه بارانونه او سېلابونه د موسمي بدلون نتېجه ده.

فاینېنشل ټایمز وویل د متحده قومونو په یاداشت کې دا تجوزیر هم شوی دی چې که چېرې پاکستان دې خبرې ته راضي کېږي چې د قرض پېسې په داسې بنیادي اډاڼه یا انفراسټرکچر لګوي چې موسم کې د بدلون مقابله کولی شي نو بیا دې قرضداران ترې د قرض پېسې بېرته نه اخلي.

په سېلابونو کې د 1500 نه زیات کسان مړه شوي، 33 مېلین خلک بې کوره شوي او روېټرز په خپل رپورټ کې وايي د سېلاب د نقصان په سبب دا تشویش پېدا شوی چې پاکستان به په اقتصادي توګه په خپله نېټه د قرضونو بېرته ورکولو توان ونه لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي